جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهپاکستاني پولیسو د عمران خان ۳ خویندې له زندانه ازاد کړي

پاکستاني پولیسو د عمران خان ۳ خویندې له زندانه ازاد کړي

تاند (چهارشنبه د لړم ـ عقرب ۲۸مه) ‏پاکستاني پولیسو د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان درې خویندې، چې د لړم په ۲۷مه د اسلام‌اباد په راولپنډۍ سیمه کې د اډیاله زندان شاوخوا نیول شوې وې، له څو ساعتونو بند وروسته بېرته ازادې کړې دي.

د عمران خان خور علیمه خان په داسې مهال پوليسو نيولې، چې د «اډیاله» زندان ته څېرمه د خپل پرلت له پای ته رسولو انکار کړی و.

نوموړې له عمران خان سره د ملاقات د اجازې نه ترلاسه کولو په غبرګون کې دغه احتجاج کړی و.

پولیسو د وضعیت د کنټرول لپاره علیمه خان او د هغې دوې خویندې تر لنډ مهاله بند وروسته خوشې او سیمه یې د هر ډول احتمالي ګډوډۍ له امله د امنیتي ځواکونو تر کلک څار لاندې نيولې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب