Homeخبرونهد ځوانانو آسیاجام: افغان الف لوبډله نن د هانګ کانګ پر وړاندې...

د ځوانانو آسیاجام: افغان الف لوبډله نن د هانګ کانګ پر وړاندې لوبه کوي

تاند (چهارشنبه د لړم ـ عقرب ۲۸مه) ‏افغان الف کرکټ لوبډله نن د ځوانانو اسیاجام په ۱۱مه لوبه کې د هانګ کانګ پر وړاندې لوبېږي.

دا لوبه نن د افغانستان پر وخت د ماسپیښن ۲ بجې او ۳۰ دقیقې پیلېږي.

تر دې وړاندې افغانستان په یادې لوبلړۍ کې له سریلانکا الف لوبډلې لوبه وګټله او د بنګله دېش پر وړاندې یې وبایلله.

‎دا لوبه د افغان لوبډلې د مخکې تګ لپاره برخلیک ټاکونکې لوبه ده.

افغان لوبډله که له هانکانګ لوبه وګټي او سریلانکا یې پر بنګله دېش وبایلي، نو افغان لوبډله نیمه پایلوبې ووځي خو برعکس که د بنګله دېش پر وړاندې سریلانکا بری خپل کړي نو بیا افغان لوبډله اړ ده چې د رن ریټ په زور نیمه پایلوبې ته لاره ومومي چې، ښایي سخت وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...