تاند – شات یا عسل د هغو خورا لږو خوړو له ډلې څخه دي چې تقریباً هېڅ وخت نه خرابېږي. په داسې حال کې چې ډېری خوراکي توکي د باکتریاو او فنګس د فعالیت له امله له یوې مودې وروسته خوسا کېږي، شات حتی که کلونه هم پرې تېر شي، که په تړلي لوښي کې وساتل شي، روغ پاتې کېږي.
دا استثنايي ځانګړتیا د شاتو له کیمیاوي جوړښته او د تولید له طبیعي بهیر څخه سرچینه اخلي. مچۍ د ګلانو شیره راټولوي، د کندو پر لور د راتګ په مهال یې غلیظوي، انزایمونه ورزیاتوي ترڅو تېزابي حالت یې لوړ کړي او پېچلي قندونه ساده کړي، او وروسته یې په مومي حجرو کې زېرمه کوي.
وروسته مچۍ د خپلو وزرو په پرلهپسې خوځولو سره پاتې رطوبت تبخیر کوي، څو د اوبو اندازه له نژدې ۷۰ تر ۸۰ سلنې څخه کابو له ۱۵ تر ۱۸ سلنې ته راکمه شي. په دې حالت کې د اوبو په نسبت قند دومره لوړ وي چې مایکرو اورګانېزمونه نه شي کولی په داسې چاپېریال کې وده وکړي.
پر دې سربېره، د شاتو طبیعي تېزابیت یا اسیدي توب او په تړلي لوښي کې د اکسیجن کمښت نژدې یو سترلایزډ چاپېریال جوړوي. ساینسپوهان دا “د اوبو د کمولو فعالت” بولي.
خو سره له دې، شات له ټولو خطرونو خوندي نه دي. په پیل کې مو وویل چې که شات په سرپټي لوښي کې وساتل شي، نه خرابیږي، نو د لوښي ډېر پرانستل او د لندو یا ککړو کاچوغو ورسره تماس، کولی شي رطوبت او باکتریاوې ورته انتقال کړي. خو که لوښی سالم او وچ پاتې شي، شات لسګونه کاله بې له دې چې خراب شي، ساتلی شو.
لا په زړهپورې دا چې که په لوی لاس اوبه او تخمیروونکې ماده ورته زیاته شي، کیمیاوي غبرګون رامنځته کېږي چې یو ډول خوږ څښاک ورڅخه جوړېږي.
د دې لپاره چې شات د خورا ډېر وخا لپاره ساتل کېدای شي، په دودیزه او لرغوني درملګرۍ کې به ترې ګټه اخیستل کېده. له مصر او یونانه نیولې تر افغانستان پورې، شات نه یوازې د خوړو په توګه بلکې د عفوني ضد او رغېدو د دوا په توګه کارېدل.
د شاتو طبیعي انتيباکتریایي خاصیت د هایدروجن پرې اوکساید له شتون، د تېزابیت له لوړوالي او د آزاد رطوبت له کمښت څخه رامنځته کېږي، چې د ډېری میکروبونو د ودې مخه نیسي. همدغه ځانګړتیاوې دي چې شات یې د مصر په لرغونو قبرونو کې هم له زرګونو کلونو وروسته د دې جوګه کړي چې وخوړل شي.