شاهمحمود میاخېل
تیره اونۍ د امریکا کانګریس کتابتون (Library of Congress) ته تللی وم. دا کتابتون چې په ۱۸۰۰زکال کال کې ایجاد شوی یعني له نن نه ۲۲۶ کاله د مخه، د نړۍ تر ټولو لوی کتابتون دی چې تقریباُ څلور زره کسان پکې کار کوي. په دغه کتابتون کې ۱۷۳ میلیونه تاریخي توکي چې ۴۱ میلیونه کتابونه او چاپ شوي اثار پکې دي، شته.
ډیری شاید دا فکر وکړي چې په دې کتابتون کې دا څلور زره کسان څه کار کوي؟
دا کتابتون د امریکا د کانګریس برخه ده او تقریبا ۶۰۰ محقیقین پکې کار کوي چې د امریکا د ګانګریس (مشرانو او ولسي جرګو) غړو ته تحقیق، حقوقي او تاریخي مشورې ورکوي او بیا د حقوقي او تاریخي مشورو په رڼا کې کانګریس نوي قوانین او لایحې جوړوي او فیصلې کوي.
ځینې فکر کوي چې امریکا په چوټ اندازه توګه پرمختګ کړی دی او ځینې خو بیا وایي چې امریکا مو ماته کړې ده.
دلته مې یو قصه را په یاد شوله. یو کلیوال کس، ښار ته تللی و، چا ترې پوښتنه کړې وه چې اشنا د کوم ځای یې؟ هغه ورته ویلي و چې د فلانکي ملک د کلي یم. هغه سړي ورته ویلي چې زه دې کلی نه پیژنم نو ملک به دې څه وپیژنم. کلیوال سړی ورته ویلي و چې ته فلانکی ملک نه پیژنې نو ته چا سړی کړی یې. دغه کلیوال ته، د خپل کلي ملک ډیر لوی سړی ښکاریده ځکه د نورې دنیا سره نابلده و.
نابلده کسان چې نوره دنیا یې نه وي لیدلې نو ځکه وایي چې دنیا مو ماته کړې ده. دنیا نه ده ماته شوې، خپل ځانونه مو مات کړي دي. دنیا دومره لویه ده لکه د فیل په غوږ چې ماشی ناست وي او ورته ووایي چې ماما زه ستا په غوږ باندې ناست وم او بیرته درنه لاړم. فیل ورته وایي ولاکه دې په راتګ خبر وم او نه په تګ.
د دې پوست نه تحلیل او تجزیه د هر چا په خپلې سطحې پورې اړه لري چې څنګه دنیا ارزوي او بیا په خپل ځان فکر وکړو چې څه پکار دي او څه وکړو؟
زما په اند، مونږ دنیا نه پیژنو او دنیا مونږه نه پیژني. ځینې شاید ووایو چې هغوي چې دنیا پیژندله نو ولې ناکام شول؟ ځکه چې هغوی خپل ځان او خپل ولس نه پيژنده. هغوي چې د ولس غوندې دي، بیا دنیا نه پیژنې. په نامه تعلیمافته روښانفکران خو بیا نه خپل ولس پیژني او نه دنیا. پیژندل یوازې دی ته نه وایي چې ډیګریانې ولري او دنیا دې د چکرو لپاره لیدلي وي بلکې د دنیا د پرمختګ باندې دې فکر کړی وي او خپل ولس ته دې د منفي تجربو په عوض مثبتې تجربې انتقال کړې وي. یعنې علم او پوهه که د یو چا طرز د فکر او عادتونه بدل نه کړي، بیا علم په درد نه خوري. بیا د رحمن شعر دلته ښه صدق کوي:
د مکې په بزرګې کې هېڅ شک نشته
خو خر به حاجي نشي په طواف
همدا عمده علتونه دي چې د یو بل د نه پیژندلو او په شخصي ډول د یو بل د خبرو نه سم ادراک، د دې باعث ګرځي چې د یو بل په تقابل کې واقع شو او خبره د یو بل سپکولو او جنګ او حتی دښمنۍ ته ورسیږي.