سه شنبه, فبروري 24, 2026
Homeخبرونهپاکستاني پولیسو په دغه هېواد کې افغان محصلین نیولي

پاکستاني پولیسو په دغه هېواد کې افغان محصلین نیولي

تاند ( سه شنبه د کب – حوت ۵مه ) ‏په پاکستان کې یو شمېر مېشت افغان محصلینو رسنیو ته ویلي چې، د پنجاب پولیس د دوی په لیلیو ور ننوتي او افغان محصلین یې له ځان سره بیولي دي.

دغه محصلین پنجاب کې د قائد اعظم طبي پوهنتون محصلین وو.

پولیسو دا محصلین چې شمېر یې لا معلوم نه دی داسې مهال له ځان سره بیولي چې، د هغوی د ازموینو وخت دی او که ازموینې ترې پاتې شي، د زده‌کړو بهیر یې یو کال شاته پاتې کیږي.

دوی له رسنیو سره په خبرو کې زیاته کړې چې، دا چلند ورسره مخکې هم شوی و چې وروسته یې په اسلام اباد کې د افغانستان له سفارت سره دا موضوع شریکه کړې وه.

پاکستان کې مېشت افغان محصلین وایي، د ځینو ویزې یې د تمدید لپاره تسلیم کړې دي خو لا یې ځواب نه دی راغلی.

 پاکستان کې د افغانستان سفارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د دغو محصلینو د نیول کېدو لامل هم را نه دی څرګند شوی خو پاکستانی پوځي رژیم داسې مهال دا اقدام اخلي چې، تازه دغه هېواد د افغانستان پر یو شمېر سیمو هوایي یرغل کړی او ملکیان یې وژلي دي.

د دغو بریدونو له امله یو ځل بیا د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې خورا ترینګلې شوې دي.

مجاهد وايي، افغانستان به د پاکستان پوځیانو ته د خپل عمل سزا ورکړي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د افغانستان لنډ معاصر تاریخ کتاب له چاپه تازه راووتئ

د کتاب په لومړۍ برخه کي د تاریخ پر علم، د تاریخ پر دورو، د تاریخ پر اهمیت او تاریخي تمدنونو بحث سوی دئ....