Homeخبرونهمجاهد وايي، افغانستان به د پاکستان پوځیانو ته د خپل عمل سزا...

مجاهد وايي، افغانستان به د پاکستان پوځیانو ته د خپل عمل سزا ورکړي

تاند (سې‌شنبه، د کب/ حوت ۵ مه) د طالبانو د حکومت ویندوی ذبیح الله مجاهد وايي چې اسلامي امارت به د پاکستان د پوځ حملو ته ورته ځواب ونه وايي بلکې اصلي جنایتکارانو ته، چې د ده په وینا پاکستاني پوځیان دي، سزا ورکړي.

ښاغلي مجاهد روښانه کړه چې دوی به د پاکستان په شان، چې پر عامو خلکو یې بمباري وکړه، پر ملکیانو بریدونه ونه کړي، بلکې اصلي جنایتکاران به، چې پاکستاني پوځیان دي، په نخښه کړي.

ده همداراز وویل چې پاکستان د افغانستان د تېر ځل له ځوابي بریدونو عبرت نه دی اخیستی چې په لړ کې یې ۲۰ پوستې ویجاړې او لسګونه پوځیان ووژل شول.

د طالبانو د حکومت ویندوی وویل، هغه ځواکونه چې په افغانستان کې یې «ماته خوړلې»، په پاکستان کې له یوې «ځانګړې کړۍ» څخه د سیمې د ناامنۍ لپاره کار اخلي.

ذبیح‌الله مجاهد خبرداری ورکړ چې که څه هم پاکستان تر اوسه له افغانانو سره د مقابلې درس نه دی اخیستی، خو «یو ځل بیا به وویني چې افغانان څه کولای شي.»

مجاهد د دوشنبې په ورځ، د حوت په ۴مه، د افغانستان له ملي ټلویزیون سره په مرکه کې وویل چې د پاکستان پوځ د سیمې د ناامنۍ لپاره د بهرنیانو پروژې ترلاسه کوي او د ګډوډۍ رامنځته کولو لپاره د پلمو په لټه کې دی.

نوموړي په غیر مستقیم ډول د پاکستان پر وړاندې د طالبانو د غچ اخیستونکي غبرګون یادونه وکړه او ویې ویل چې دوی د تېر کال په مني کې هم پاکستان ته ځواب ورکړی و او «یوازې په یوه ورځ کې یې شل پوځي اډې له منځه یوړې او ۵۸ پاکستانی عسکر یې ووژل.»

د هغه په وینا، طالبانو درې پاکستانی سرتېري هم ژوندي نیولي وو، چې تېره اوونۍ د سعودي عربستان په منځګړیتوب بېرته خوشې شول.

یوناما: د پاکستان په هوايي بریدونو کې لږترلږه ۱۳ ملکیان وژل شوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له جنرال باجوه او راحیل شریف سره د ډاکټر اشرف غني د ملاقاتونو اجنډا څه وه؟

زما د ژوند خاطرې لیکوال: عبدالنافع کلیوال همت په ٢٠٠٩ کال کې چې ډاکټر صاحب اشرف غني ولسمشرۍ ته نوماند و، خواخوږي او کمپاین کوونکي یې...