دوشنبه, فبروري 23, 2026
Homeخبرونهیوناما: د پاکستان په هوايي بریدونو کې لږترلږه ۱۳ ملکیان وژل شوي

یوناما: د پاکستان په هوايي بریدونو کې لږترلږه ۱۳ ملکیان وژل شوي

تاند (دوشنبه، د کب/ حوت ۴ مه) د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت په افغانستان (یوناما) د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د افغانستان د ختیځ پر ځینو سیمو د پاکستان له هوايي بریدونو وروسته یې د ملکي تلفاتو په اړه «باوري راپورونه» ترلاسه کړي دي. د یادې ادارې په وینا، لږ تر لږه ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.

د یوناما د معلوماتو له مخې، پاکستاني پوځ د فبرورۍ د ۲۱مې نېټې د شپې شاوخوا ۱۱:۴۵ بجې او د فبرورۍ د ۲۲مې د سهار تر ۱۲:۱۵ بجو پورې د ننګرهار ولایت د بهسود او خوګیاڼي ولسوالیو کې هوايي بریدونه ترسره کړي دي.

لومړني ارقام ښيي چې په وژل شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي، یوناما ویلي دي.

یوناما همداراز راپور ورکړی چې د پکتیکا ولایت په برمل او اورګون ولسوالیو کې نور بریدونه هم شوي دي. د یوناما په وینا، د برمل ولسوالۍ د مرغۍ په سیمه کې د شپې په ۱۱:۱۵ بجې پر یوې مدرسې هوايي برید شوی او نژدې جومات ته یې هم جزوي زیان اړولی دی.

په اورګون ولسوالۍ د دهنې په سیمه کې، نژدې ۱۵ دقیقې وروسته بل برید شوی چې له امله یې یو خالي کور په جزوي ډول ویجاړ شوی دی. یوناما ویلي چې په دغو دوو پېښو کې د ملکي تلفاتو راپور نه دی تأیید شوی.

د ملګرو ملتونو دا موندنې په داسې حال کې خپرېږي چې د طالبانو او پاکستاني چارواکو څرګندونې یو له بله په ښکاره ډول توپیر لري.

طالبانو او همداراز ځايي خلکو دا بریدونه پر ملکي وګړو برید او د افغانستان د ملي حاکمیت سرغړونه بللې ده. هغوی ویلي چې یوازې په بهسود ولسوالۍ کې لږ تر لږه ۱۸ ملکي وګړي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، وژل شوي دي. طالب چارواکو خبرداری ورکړی چې دوی به «په مناسب وخت کې محاسبه شوی ځواب» ورکړي.

پاکستان ادعا کړې چې خپل ۷۰ وسله وال مخالفان یط وژلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

نن د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ ده

تاند (شنبه، د کب/ حوت ۲ مه/ د فبرورۍ ۲۱ مه) د فبرورۍ میاشتې ۲۱ ورځ د ملګرو ملتونو ادارې یونیسکو په غوښتنه د...