Homeخبرونهد احصائیې ملي ادارې د پېژندپاڼو د تائید فیس معاف کړ

د احصائیې ملي ادارې د پېژندپاڼو د تائید فیس معاف کړ

تاند ( یکشنبه د کب – حوت ۴مه ) ‏ ‏د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، د دوی د مشرتابه د حکم پر بنسټ، د تذکرو د تایید فیس معاف شو.

له دې وروسته به د تایید خدمتونه وړیا ترسره کېږي او مراجعین به د دې خدمت لپاره فیس نه ورکوي.

دغه اداره وايي، هغه تېروتنې چې د کارکوونکو له لوري په تذکرو کې په تېروتنې سره ثبت شوې وي، د اړوندو مسوولانو له تایید وروسته به له فیس پرته اصلاح شي.

یادې ادارې دغه راز ویلي چې، د روان کال په سلواغې میاشت کې د ټول هېواد په کچه ۱۰ زره او ۳۷۴ کسانو ته د زېږون کارتونه وېشلي دي.

د یادې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، چې د کابل ولایت د ۵ زره او ۸۵۵ کارتونو په وېشلو سره تر ټولو ډېره ونډه لرلې ده.

د خبرپاڼې له مخې، ورپسې خوست ولایت د یو زر او ۱۸۳ او ننګرهار ولایت د یو زر او ۶۶ کارتونو په وېشلو سره په دويم او درېیم ځایونو کې قرار لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له جنرال باجوه او راحیل شریف سره د ډاکټر اشرف غني د ملاقاتونو اجنډا څه وه؟

زما د ژوند خاطرې لیکوال: عبدالنافع کلیوال همت په ٢٠٠٩ کال کې چې ډاکټر صاحب اشرف غني ولسمشرۍ ته نوماند و، خواخوږي او کمپاین کوونکي یې...