یکشنبه, مې 5, 2024
Home+د فبرورۍ ۲۴مه د ادب او هنر په تاریخ کې

د فبرورۍ ۲۴مه د ادب او هنر په تاریخ کې

زوکړې

د 1304كال په دې ورځ عرب يونليكونكى محمدابن بطوطه دنياته سترګې رڼې كړې. دغه سترسياح په افريقا او آسيا كې سفرونه وكړل او په خپل يونليك يا سفرنامه كې د افغانستان په باب هم دېرې خبرې لري.

د 1501 كال په دې ورځ جرمنى ليكوال (Sixt(us) Birck [Xystus Betulius]) وزېږېد. د هغه مهم اثر (Suzanna)
د 1750كال په دې ورځ هنګري وال ليكوال ،شاعراوژبپوه (Miklós Révai) وزېږېد.

د 1843كال په دې ورځ پرتګالي ليكوال او شاعر(Joaquim] Theófilo F Braga )دنياته سترګې رڼې كړې
د 1852كال په دې ورځ آيرلنډي ليكوال (George A Moore)جارج اې موردنياته سترګې وغړولې . مور دناول ليكنې په څنګ كې انځورګري هم كوله .دهغه مشهور اثر (Esther Waters) نومېږي.

د 186كال په دې ورځ انځورګر، خپرندوى او ليكوال دانيل بيركيلي اپديك Daniel Berkeley Updike وزېږېد.
د 1879كال په دې ورځ بلجيمى ليكوال (Herman Teirlinck) وزېږېد. د هغه مشهور اثر لمر نومېږي.

د ۱۸۸۵ كال په دې ورځ پولنډي ليكوال او هنروال (Juliusz Kaden-Bandrowski) دنيا ته سترګې وغړولې. تورې وزرې د هغه د مهم اثرعنوان دى.

د 1887 كال په دې ورځ امريكايي ژبپوهه او ليكواله مَري ايلين چېس Mary Ellen Chase دنياته سترګې رڼې كړې. د هغې دمهم اثرنوم (White Gate)دى.
د 1899 كال په دې ورځ هالنډي ليكوال اومورخ (Jacob Presser) وزېږېد.

د 1906 كال په دې ورځ بلجيمي ليكوال (Alexis Curvers) دنيا ته سترګې وغړولې. د هغه د مهم اثر نوم (Tempo di Roma, Bourg-le-Rond) دى.

1909دكال په دې ورځ ليكوال (August William Derleth) دنيا ته سترګې رڼې كړې. (Judge Peck Mysteries) د هغه د مشهور اثر نوم دى.
د 1928 كال په دې ورځ ميچل هرينګټن سپنټ لوئيس Michael Harrington St Louis دنيا ته سترګې رڼې كړې. د دغه سوسياليست ليكوال مهم اثر(Fragments of Century) نومېږي.

تلين

د 1862 كال په دې ورځ دنماركى ليكوال (Bernard S Ingemann)په ابدي خوب ويده شو.
1876 د كال په دې ورځ هالنډي ليكوال او شاعر(Jan Pieter Heije)په اووه شپېته كلنۍ كې د تل لپاره له دنياسترګې پټې كړې.

د1924كال په دې ورځ بلجيمي ليكوال (Edmond Picard French)داووه اتياكلونوپه عمرله دنياسترګې پټې كړې. (Ambidextre journalist) د هغه دمهم اثرعنوان دى.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب