یو وخت داسې هم و، چې د ژبې په اړه په معمولي څه ویلو هم یو څوک د «اسلام ضد» او په «افغان ملتي» یادېدای شو؛ یعنې اسلام د مورنیو ژبو د پالنې او ترویج مخالف و او ملي والی یا ملت پالنه هم په عیبونو کې ګڼل کېدای شوه؛ خو اوس تقریباً دا تصور ختم او مخالفت یې عیب دی.
زموږ د دین و ملت دښمنان چې لومړی یې د همدې قوم و ملت او دین د مخالفت ارزونه کوله دا یې په حساب کې وه، چې بغیر له دې پر بله هیڅ یې د وهلو، راڅملولو او بې مخه کولو لار نشته، لومړی یې بې ژبې او بې کتابه کړه، بیا یې بې هویته او بې ملته کړه او بلااخره چې دا یې نه وو؛ نو دین او ایمان یې هم نشته؛ نو دا درې واړه یې د یوه مثلث په توګه د مخالف یا استعمار په پلان و توطیه کې هغه لومړني او امتیازي اهداف وو، چې په ترسره کولو کې یې دا دی درې واړه تاوانه ښه برجسته او څرګند وینو.
تېره ورځ مې د یوه نومیالي لیکوال دا خبره زړه ته نه لوېده، چې ګنې ده به هم د همدې مخالفت په وجه له ژبې سره مذهبي ټچ یا اړخ ورکړي وي، د ده په وینا «د ژبې په برخه کې یې خدمات له دیني پلوه هم ځکه ورته مهم دي، چې ژبه یې د مسلمان اکثریت ژبه ده او په دې خدمت کې ورته د دین خدمت ښکاري» خو اوس وایم، چې کله د یوې ژبې او فرهنګ سطحه له علم لرې او ساینسي تمایل یې د مذهبي هغه په پرتله کمزوری وي، حق لري، چې دا ډول توجیه جوړه کړي، دا ځکه چې که له یوې خوا یې د ژبې مخالفین ژبه ورته ځپي؛ نو بلخوا په دې کې څه دي؟ چې یو څوک بیا د یوه دلیل په توګه د خپلې ژبې ارزښت او درنښت توجیه کړي.
ماته په دغه توجیه یا خبره بله هغه هم رایاده شوه، چې پر دې موږ کله څه فکر یا غور کړی دی، چې په حیث د مفاهیمې مو ژبه او فهم له ځان او بل ولي شړلي دي؟ دا خو مې بېخي ذهن ته نه لوېږي، چې موږ دې بې له کوم موارد او بې له کوم پاخه دلیل او استدلاله له دا ډول خبرو سره مخ شو، چې د ګټې پر ځای یې تاوان د سر په سترګو وینو؛ خو په حللاره یې پړه یا بې حسه یو.
کله چې د ژبې په پالنه کې له اسلامي پلوه کوم حرج نه وي او په ملي یوالي کې د وحدت سبب هم کېدای شي او د بشر د افهام و تفهیم یا پوهاوي بنسټ و اساس هم وي؛ ظاهره خبره ده، چې په داسې حال او حالت کې د ژبې د مخالفت خبره او دلیل د هیچا خپل او علمي نشي کېدای؛ بلکې تر دې هم ښکاره خبره دا ده، چې دا هم د همدې ژبې او ملت د ابدي دښمن فکر او حربه کېدای شي؛ خو پوښتنه دا ده چې موږ په دغه حربه او توطیه څومره خبره او په اړه مو یې څه ډول غور او فکر کړی او کنه؟
که ژبه ولرو، مانا دین، دنیا او د نړی ټوله هغه سیالي لرو، چې د نورې دنیا خلک یې لري؛ لکه په ژبه کې یو شمیر مهم کلتوري او ملي ارزښتونه، خپل ښونیز نظام، اقتصادي او ثقافتي خپلواکي او بلااخره یو باثباته او اخلاقي ټولنه، چې چلن یا رویې به یې د یوه بهترین بشري او مدني اساس له ریښو او اصل سره وصل وي؛ خو که داسې نه وي؛ یعنې خپله ژبه ونلرو؛ نو د پورته ټولو اصلونو برعکس د مخالفو او استعمارګر هغه محاسبه هم ممکن رښتیا او ثابته شي، چې «نه به د دین یو او نه د سادین»
Facebook
Twitter
LinkedIn
E-mail