سه شنبه, فبروري 24, 2026
Homeخبرونهاټکلونه ښيي چې لا هم په افغانستان کې ورښتونه تر اوسط لږ...

اټکلونه ښيي چې لا هم په افغانستان کې ورښتونه تر اوسط لږ شوي

تاند (سې‌شنبه، د کب/ حوت ۵ مه) د ملګروملتو د هواپېژندنې اټکلونه ښيي چې له وروستیو ورښتونو سره سره به بیا هم د افغانستان په ډېری ولایتونو کې د ورښت اندازه کمه وي، او د باران کموالی به د کرنې، د اوبو د زېرمو او د خوړو د خوندیتوب لپاره جدي ګواښونه پېښ کړي.

د هواپېژندنې د متخصصانو د یوې وروستۍ ارزونې له مخې، په ډېرو ولایتونو کې به ډېر لږ یا هېڅ باران ونه‌ اوري، او د موسم لپاره به د ورښت کچه تر عادي حالت ټیټه پاتې شي.

یوازې د هېواد په شمال او شمال ختیځ کې ښايي لږ باران وشي، خو کارپوهان خبرداری ورکوي چې دا به د ورښت د پراخ کمښت د جبران لپاره بسنه ونه کړي.

متخصصان ټینګار کوي چې د ژمي د ورښت کموالی کېدای شي د خاورې پر لندبل، د اوبو پر زېرمو او کرنیز تولید منفي اغېزمن وکړي، او هغه فصلونه له ګواښ سره مخامخ کړي چې پر موسمي بارانونو (للمي) تکیه لري.

په افغانستان کې بزګران د کرنې لپاره پر موسمي ورښتونو متکي دي، او د باران دوامدار کموالی د وچکالۍ خطر زیاتوي، په ځانګړي ډول په هغو سیمو کې چې لا له وړاندې د اوبو له کمښت سره مخامخ دي.

په وروستیو کلونو کې افغانستان په ځلونو د اقلیمي بدلون، وچکالۍ او د ورښت د کمېدو له ستونزو سره مخامخ شوی، او نړیوالو سازمانونو خبرداری ورکړی چې دا بهیر د میلیونونو خلکو د خوړو خوندیتوب او د ژوند معیشت له ګواښ سره مخامخ کوي.

چارواکي او کارپوهان د اوبو د سرچینو د ښه مدیریت او د بزګرانو د ملاتړ لپاره د وارمخکې اقداماتو غوښتنه کوي، څو له اوسط څخه د کم ورښت ناوړه اغېزې کمې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د افغانستان لنډ معاصر تاریخ کتاب له چاپه تازه راووتئ

د کتاب په لومړۍ برخه کي د تاریخ پر علم، د تاریخ پر دورو، د تاریخ پر اهمیت او تاریخي تمدنونو بحث سوی دئ....