Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد ترکمنستان ولسمشر وايي، د سږ کال تر پایه د ټاپي د...

د ترکمنستان ولسمشر وايي، د سږ کال تر پایه د ټاپي د لومړي پړاو بشپړېدا ورته لومړیتوب لري

تاند (سې‌شنبه، د کب/ حوت ۵ مه) د ترکمنستان ولسمشر قربانقُلي بیردي‌محمدوف وايي چې د ټاپي (TAPI) د ګازو د پروژې لومړی پړاو به د ۲۰۲۶ کال تر پایه بشپړ شي.

هغه وویل چې دا پروژه د دغه هېواد د انرژۍ د ملي پروګرامونو له مهمو لومړیتوبونو څخه ده.

ښاغلي محمدوف له یوې عربي رسنۍ سره په خبرو کې، (چې پرون دوشنبې خپرې شوې) ټینګار کړی چې عشق‌آباد د دې پروژې په پلي کېدو کې د نړیوالو شرکتونو ګډون ته هرکلی وايي.

د روانې فبرورۍ په لومړۍ نېټه د طالبانو د ريیس الوزرا اقتصادي مرستیال مللا عبدالغني برادر د ترکمنستان د صدراعظم له مرستیال او باندنیو چارو وزیر رشید مرادوف سره په کتنه کې وویل، د طالبانو اقتصادي مرستیال ملا برادر وویل چې د سعودي عریستان «ډيلټا» شرکت د ټاپي پر پروژه کې پانګونې ته لېوالتيا لري.

د سعودي دیلتا شرکت په ټاپي او څو نورو پروژو کې پانګونه کوي

په همدې حال کې، د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی چې تر اوسه د ټاپي پروژې ۱۶ کیلومتره پایپ لاین د افغانستان په خاوره کې غځول شوی او نژدې ۱۰۰ کیلومتره نور مسیر د پایپ د نصب لپاره چمتو شوی دی.

وزارت هیله څرګنده کړې چې د روان میلادي کال تر پایه به د پروژې د هرات برخه، چې ۱۵۳ کیلومتره اوږدوالی لري، بشپړه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په کندهار کې د میرویس نیکه د پاڅون د ۳۲۰مې کلیزې په مناسبت علمي سیمینار جوړ شو

کندهار: د میرویس نیکه پوهنتون له لوري د «د استعمار پر وړاندې د میرویس نیکه مبارزه او د هوتکي پاڅون ۳۲۰مه کلیزه» تر سرلیک...