سه شنبه, فبروري 24, 2026
Homeخبرونهد بخښنې نړیوال سازمان د پاکستان په بمبارۍ کې د ملکي افغانانو...

د بخښنې نړیوال سازمان د پاکستان په بمبارۍ کې د ملکي افغانانو د وژل کېدو په اړه د تحقیقاتو غوښتنه وکړه

تاند (سې‌شنبه، د کب/ حوت ۵ مه) د بخښنې نړیوال سازمان (ایمنسټي انترنشنل) د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د فبرورۍ په ۲۱ او ۲۲ د پاکستان د هوايي بریدونو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې په دغو بریدونو کې ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د بشري حقونو دې مخکښ سازمان د یادو پېښو په اړه د یوې هر اړخیزې، خپلواکې او بې‌طرفه څېړنې غوښتنه کړې ده.

د ایمنسټي انټرنېشنل یوه ویاند وویل: «د ملکي وګړو د زیانونو دا راپورونه ډېر اندېښمنوونکي دي او باید ژر تر ژره وڅېړل شي. د ملکي وګړو ساتنه د نړیوالو قوانینو له مخې یو بنسټیز مسوولیت دی.»

دا پېښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورند  د لانجمنې کرښې په اوږدو کې د ملکي تلفاتو د دوامداره لړۍ یوه بله بېلګه بلل کېږي.

د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر او ډسمبر ترمنځ، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت UNAMA راپور ورکړی چې د افغان ځواکونو او د پاکستان د پوځ ترمنځ د نښتو پر مهال ۷۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۷۸ نور ټپیان شوي دي.

د بشري حقونو فعالانو او سیمه‌ییزو څارونکو د تاوتریخوالي د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. د ننګرهار ځایي چارواکو هم دغه بریدونه غندلي او ټینګار یې کړی چې بې‌ګناه کورنۍ، په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان، د دې تاوتریخوالي اصلي قربانیان دي.

امنسټي انټرنېشنل یو ځل بیا له ښکېلو لورو غوښتي چې د جګړو پر مهال د ملکي وګړو د ساتنې لپاره ټول اړین ګامونه واخلي. د دې سازمان ویاند زیاته کړه: «هغه کسان چې پوځي عملیات ترسره کوي باید ډاډ ترلاسه کړي چې کړنې یې ملکي وګړو ته زیان نه رسوي او د زور کارونه په بشپړه توګه له نړیوال بشردوستانه قانون سره سم وي.»

دغه بنسټ همداراز له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې پر ښکېلو لورو فشار راوړي څو زغم وښيي او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د لا زیات تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره د دیپلوماټیکو لارو چارو لټه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د افغانستان لنډ معاصر تاریخ کتاب له چاپه تازه راووتئ

د کتاب په لومړۍ برخه کي د تاریخ پر علم، د تاریخ پر دورو، د تاریخ پر اهمیت او تاریخي تمدنونو بحث سوی دئ....