Homeخبرونهننګرهار: خصوصي ښوونځیو کډوالو ته د وړیا زده کړو هوکړه لاسلیک کړه

ننګرهار: خصوصي ښوونځیو کډوالو ته د وړیا زده کړو هوکړه لاسلیک کړه

تاند ( سه شنبه د کب – حوت ۵مه ) ‏ ننګرهار کې خصوصي ښوونځیو راستنو شوو کډوالو ته د وړیا زده کړو هوکړه لاسلیک کړه.

دغه هوکړه ننګرهار کې د طالبانو د والي غلام الرحمن حیدري او د خصوصي ښوونځیو د اتحادیو د مسؤل عاشق الله نجیبي ترمنځ لاسلیک شوه.

د ولایت د خبرپاڼې له مخې به خصوصي ښوونځي په دې ولایت کې دوه زره او ۴۲۰ راستنو شوو زده کوونکو ته د وړیا زده کړو زمینه برابروي او هر ښوونځی به د ژمنې سره سم منلی تعداد جزبوي.

خبرپاڼه کې راغلي چې، د دغي هوکړي ارزښت یو نیم میلیون افغانۍ دی او پر اساس به یې یاد شمېر راستنو شوو ته د دغه ولایت په ۳۸۴ خصوصي ښوونځیو کي د وړیا زده کړو زمینه برابرېږي.

د سرچینې په وینا دغه هوکړه د لسو میاشتو لپاره اعتبار لري.

دغه هوکړه په داسې مهال کېږي چې، هره ورځ په زرګونه افغان کډوال هېواد ته راستنېږي او د مالوماتو پر اساس راستانه شوي کډوال له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

خو راغلي کډوال بیا له طالبانو غوښتنه کوي چې، د زامنو ترڅنګ یې لوڼو ته هم د زده کړو زمینه برابره او د دوی پرمخ تړلې دروازې پرانېزي، هغه چې تر نا معلوم امرثاني تړل شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

سوله دوست څمکني!| سپين‌روان نورزی

د جدي مياشت وه، په ګرديز کې سخته واوره ورېده، داسې وچ کلک ساړه و چې د تعريف لپاره يې الفاظ نه شم موندلی،...