سه شنبه, فبروري 24, 2026
Homeخبرونهپولیسو په بنکاک کې په یوه نوې طریقه غل ونیوه

پولیسو په بنکاک کې په یوه نوې طریقه غل ونیوه

تاند (سې شنبه، د کب/ حوت ۵ مه) د تایلنډ په پلازمېنې بنکاک ښار کې پولیسو د یوه مطلوب تورن د نیولو لپاره یو بې‌ساری او ځانګړی اقدام وکړ، چې په ټولنیزو رسنیو کې په چټکۍ سره وایرال شو.

د چارواکو په وینا، ۳۳ کلن تورن د نوي قمري کال د مېلې پر مهال ونیول شو، په داسې حال کې چې هغه د عامو خلکو په منځ کې ګرځېده.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، پولیسو د پټو استخباراتي معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته عملیات پلان کړل. پولیسو د زمري په رنګ سرې او زرینې جامې واغوستې او مېلې ته داخل شول. په خپره شوې ویډیو کې ښکاري چې پولیس د نڅا په حال کې د تورن خوا ته ورنژدې کېږي او ناڅاپه یې پر ځمکه غورځوي او لاسونه یې په ولچکوي.

د چارواکو په وینا، دغه تورن تر دې وړاندې درې ځله د یوه ځایي پولیس قومندان د کور غلا کړې وه او د شاوخوا ۲۰ لکه بات (تایلنډي پیسې) په ارزښت مال یې وړی و. همداراز د ۶۴ زره تایلنډي روپیو په ارزښت د لرغونو بودايي اثارو په غلا تورن وو. سره له دې چې پولیسو څو ځله د هغه د نیولو هڅه کړې وه، خو نوموړی هر ځل له نیول کېدو تښتېدلی و.

د پلټنو په ترڅ کې د غلا شویو شیانو درک ولګول شو او له دې لارې د تورن هویت تثبیت شو. پولیس وایي، غل به ډېری وخت د نونتھابوري سیمې معبدونو ته تګ راتګ کاوه. د تحقیقاتو پر مهال تورن اعتراف وکړ چې هغه به د نشه‌يي توکو د اخیستو او قمار وهلو لپاره غلاوې کولې.

د پولیسو له لوري په دې نوې طریقه د غله نیولو د خلکو پراخه پاملرنه جلب کړې او د امنیتي تګلارو په اړه یې نوې بحثونه راپورته کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

نن د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ ده

تاند (شنبه، د کب/ حوت ۲ مه/ د فبرورۍ ۲۱ مه) د فبرورۍ میاشتې ۲۱ ورځ د ملګرو ملتونو ادارې یونیسکو په غوښتنه د...