سه شنبه, فبروري 24, 2026
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهازبکستان له افغانستان سره ۵ میلیارد ډالرو ته د سوداګرۍ د لوړولو...

ازبکستان له افغانستان سره ۵ میلیارد ډالرو ته د سوداګرۍ د لوړولو هدف ټاکلی

تاند (سې شنبه، د کب/ حوت ۵ مه) ازبکستان او افغانستان پلان لري چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه تر ۵ میلیارده ډالرو پورې لوړه کړي.

د منځنۍ اسیا د تریند خبري اژانس د راپور له مخې، دا خبره د ازبکستان د صدراعظم مرستیال جمشېد خودجایف پر خپلې ټولنیزې پاڼې لیکلې ده.

د معلوماتو له مخې، دا شمېرې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ له وزیر نورالدین عزیزي سره د ویډیویي کنفرانس پر په ترڅ کې اعلان شوې.

خودجایف ویلي دي:
«یوازې په پنځو کلونو کې زموږ د هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزه سوداګري ۲.۵ برابره لوړه شوې ده؛ دا کچه په ۲۰۲۱ کال کې له ۶۵۳ میلیون ډالرو څخه په ۲۰۲۵ کال کې ۱.۷ میلیارده ډالرو ته رسېدلې ده. زموږ موخه دا ده چې دا رقم تر ۵ میلیارد ډالرو پورې لوړ کړو.»

هغه زیاته کړه:
«موږ د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره پر عملي ګامونو خبرې وکړې او همداراز مو ازبکستان ته د افغان پلاوي د راتلونکي سفر پر چمتووالي بحث وکړ.»

د ازبکستان د صدراعظم مرستیال وویل چې د روژې له میاشتې وروسته، اړوند لوري غواړي دا همکاري په عملي ډول مخته یوسي؛ چې پکې په کابل کې د سوداګریز فورم جوړول او د یوې داسې لارې نقشې (روډمپ) ترتیب شامل دی چې د همکاریو مهم تمرکزونه پکې مشخص شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د بریتانیا په سالزبري کې د افغان کلتور یو ورځنی فستیوال

تاند (شتبه، د کب/ حوت ۲ مه) د بریتانیا سالزبري Salisbury ښار به د افغان کلتور او خوړو د یو ورځني فستیوال کوربه وي. دا...