سه شنبه, مې 7, 2024
Homeروغتیاهر کال تر لس زره زیات افغانان په نري رنځ مري

هر کال تر لس زره زیات افغانان په نري رنځ مري

تاند- په متوسط ډول هره میاشت ۳۰۰ افغان عسکر او پولیس له وسله والو طالبانو سره په جګړو کې وژل کېږي خو دا په داسي حال کې دي چې په یوه کال کې د نري رنځ یا توبرکلوز له لاسه لس زره پنځه سوه افغانان له ژونده بې برخې کېږي چې اوسط یې د میاشتي ۸۷۵ تنه کېږي.

د روغتیا د نړیوالې موسسې (WHO) د راپور له مخې هر کال په افغانستان کې ۵۳ زره تنه په نري رنځ اخته کېږي. موجود ارقام ښيي چې په سلو کې ۶۶ اخته کېدونکي کسان ښځې دي او په سلو کې لس هم ماشومان.

د روغتیا نړیواله موسسه وايي چې تېر کال په افغانستان کې د۶۷۰ ماشومانو، چې عمرونه یې تر پنځلس کالو کشر ول، نری رنځ تشخیص شو. د دوی لوی اکثریت یعني ۴۶۵ نجونې وې.

د افغانستان د عامې روغتیا له شمېرنو سره سم هر کال ۱۰۵۰۰ افغانان په نري رنځ مړه کېږي او تېر کال نژدې ۶۵۰ ماشومان په دې ناروغي اخته شول.

ښايي ډېر نور افغانان چې د تداوۍ لپاره پاکستان ته ځي یا په نژدې سیمو کې د روغتیايی مرکزونو د نشتوالي له کبله یې تداوي نه تشخصیېږي، د عامې روغتیا د وزارت له قلمه پاتې شوي وي.

د طبي کارپوهانو په وینا د ژوند خورا بد شرایط، بېوزلي، دودیز یا عنعنوي عقاید، د ناروغي په باب د عامه پوهاوي کموالی، د خلکو ناپوهي، ناامني، د روغتیايي اسانتیاوو کموالی یا په پیل کې د ناروغۍ په تشخیص کې د طبابت کمزورتیا یو بل ته لاسونه ورکړي چې په افغانستان کې د نري رنځ ناروغي دومره عامه او وژونکې وي.

دا ناروغي د افغانستان تر بل هر ځای په جنوبي ولایتونو کې زیاته خپره ده.

په افغانستان کې د نري رنځ په وړاندې په نړیواله کچه منل شوې درملنې، چې «د درملنې لنډ مهاله مستقیماً څارل شوې دوره» یا (DOTS) بلل کېږي، څه نا څه بریالۍ ثابته شوې ده. دا ډول معالجه تر ټولو اغېزمنه او په عین حال کې ارزانه ګڼل کېږي.

د موجودو شمېرنو له مخې په افغانستان کې له ۲۰۰۲ میلادي کال څخه تر ۲۰۱۱ پوري د هغو کسانو فیصدي، چې د ډاټس(DOTS) اسانتیا لري، له ۱۴ فیصدو ۹۷ فیصدو ته زیاته شوې ده.

او هغه طبي مرکزونه چې د دې ډول درملنې امکانات لري یا دا ډول طبي خدمات وړاندې کوي په ۲۰۰۰ کال کې لس و خو په ۲۰۱۱ کې نژدې ۱۲۰۰ ته ډېر شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب