Homeخبرونهد هډوکو د پیاوړتیا لپاره دا عادت خپل کړئ

د هډوکو د پیاوړتیا لپاره دا عادت خپل کړئ

تاند (سې شنبه، د وري/ حمل ۱۸ مه) روغتیايي څېړونکي وايي، د هډوکو د پیاوړتیا لپاره لکه څنګه چې کلسیم او ویټامین ډي لرونکې خواړه مهم دي، همداراز په ورځني ژوند کې ځینې ساده عادتونه هم مهم رول لري، او په هغو کې پر زینو ختل یو اغېزمن عمل بلل شوی دی.

څېړونکي وایي چې د عمر له زیاتېدو سره د هډوکو ځواک کمېږي، په ځانګړي ډول په ښځو کې له مینوپاز (Menopause) وروسته دا بهیر چټک کېږي، خو د انسان بدن دا وړتیا لري چې هډوکي په دوامداره ډول بېرته پیاوړي کړي.

مینو پاز د ښځو د شنډېدو دورې ته وايي چې د ۴۵ کلنۍ او ۵۵ کلنۍ ترمنځ پېښېږي.

کله چې یو څوک پر زینو خېژي، د هغه د بدن وزن پر هډوکو فشار راوړي، چې له امله یې هډوکي لا پیاوړي کېږي. دې طبیعي بهیر ته د هډوکو بیا جوړونه وايي، چې د وخت په تېرېدو سره د هډوکو جوړښت ښه کوي.

څېړونکي زیاتوي چې هډوکي هم د عضلو په څېر دي، هر څومره چې وکارول شي هماغومره قوي کېږي. له همدې امله، سپک بدني حرکتونه د قوي تمرین په شان د هډوکو او عضلو د روغتیا لپاره ګټور دي.

څېړونکي سپارښتنه کوي چې په ورځني ژوند کې پر زینو ختل عادت وګرځوئ، ځکه دا یوه اسانه او اغېزمنه لاره ده چې په اوږدمهاله ډول د هډوکو په پیاوړتیا کې مرسته کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له جنرال باجوه او راحیل شریف سره د ډاکټر اشرف غني د ملاقاتونو اجنډا څه وه؟

زما د ژوند خاطرې لیکوال: عبدالنافع کلیوال همت په ٢٠٠٩ کال کې چې ډاکټر صاحب اشرف غني ولسمشرۍ ته نوماند و، خواخوږي او کمپاین کوونکي یې...