تاند (سې شنبه، د وري/ حمل ۱۸ مه) د افغانستان د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست اټکل کړی چې نن (سې شنبې) د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلونو د راوتلو امکان شته.
د وړاندوینې له مخې، د سې شنبې په ورځ (۱۸ حمل) پرته له فراه او نیمروز ولایتونو، په نورو ټولو ولایتونو کې باران اوري.
دې ادارې همداراز د ختیځو، مرکزي، جنوبي او جنوب ختیځو ولایتونو لپاره په ساعت کې له ۵۰ تر ۸۵ کیلومتره چټکو بادونو، په سړو او لوړو سیمو کې د واورې د اورېدو، او له ۱۰ تر ۶۵ میلی متره پورې د ورښت اټکل کړی دی.
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (فاو) ویلي چې په افغانستان کې پرله پسې بارانونه لا هم دوام لري، او تمه ده چې په مرکزي، ختیځو او جنوب ختیځو سیمو کې تر راتلونکې یوې اوونۍ پورې په همدې ډول نسبتاً شدید ورښتونه وشي.
دې ادارې د دوشنبې په ورځ وویل، که څه هم بارانونه د حاصلاتو د ودې لپاره ګټور دي، خو شدید بارانونه په ښاري او کلیوالي سیمو کې د سېلونو خطر زیاتوي او کروندو، زیربناوو او د خلکو معیشت ته زیان رسوي.
د یادې ادارې په وینا، تر عادي اندازې ټیټه تودوخه او په لوړو سیمو کې تر صفر درجې ښکته هوا د حاصلاتو او څارويو لپاره د یخنۍ فشار زیاتوي، او د هېواد په ځینو شمال ختیځو، ختیځو او مرکزي ولایتونو کې د فصلونو د کنګل کېدو خطر هم شته.
په وروستیو ورځو کې د زابل په شان په ځینو ولایتونو کې واوره واورېده. په زابل کې د بادام باغونه ډېر دي او په دې موسم کې د واورې ورېدا د بادامو ونې یخ وهي.
د حمل له شپږمې نېټې راهیسې، د افغانستان بېلابېلې سیمې د بارانونو، سېلونو او په ځینو ځایونو کې د واورې شاهدې دي.
د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې ویلي چې په دې موده کې ۹۹ کسان مړه شوي او ۱۵۴ نور ټپیان دي.
د دې ادارې په وینا، ۹۵۵ کورونه په بشپړه توګه او نژدې څلور زره نور په نسبي ډول ویجاړ شوي، او سېلونو سلګونه کیلومتره سړکونه او کرنیزې ځمکې هم له منځه وړي دي.
سره له دې چې وروستیو بارانونو د وچکالۍ د کمېدو هیلې زیاتې کړي، خو پراخ زیانونه یې هم اړولي دي.
د پر له پسې وچکالیو او له مځکې لاندې اوبو څخه بې درېغه استفادې د افغانستان په اکثرو سیمو کې تر مځکې لاندې اوبو سطحه خورا ټیټه کړې ده. تمه ده چې دا بارانونه د مځکې لاندې سطحې له لوړېدو سره مرسته وکړي.