ليکنه عبدالوحيد وحيد
زه په پرديو باندي زمونږ د حکومت په ډول تکيه کول د خپل ملي غرور توهين او د پرديو د تيري په وړاندې مبارزه د افغانانو حق ګڼم. د تيري کونکي په واړندې د مقاومت او مبارزې له اصل سره د مخالفت تصور هم نه کوم، خو کله چې خبره د افغان سينې ته د بل افغان لخوا نيول شوي توپک ته رارسيږي نو بیا وايم چې دلته د پرديو لخوا د پرديو ګټو لپاره په پرديو باروتو او پرديو توپکو جګړه روانه ده. د سون توکي يې مونږ يو. هيواد زمونږ ورانيږي او زيانونه يې زمونږ ټولنه په اوږه وړي.
د افغانانو ترمنځ په جګړه کې مو که کله هم فکر وکړ چې څوک ووژل شو، جګړه د څه لپاره وه، غرناطه او که ټول اوندلوس فتحه/بيرته ونيوله، غازي او شهيد په څه باندې ايمان درلوده. هاغه بوره مورکئ څوک ده، يتيمان څوک دي، نو بيا پوهيږو چې دلته روانه جګړه که د ځاني دفاع لپاره مجبوريت وي او مشروعیت هم ولري، خو قطعاً د وياړ ارزښت نلري.
امریکايان چې پوه شول په افغانستان کې روانه کړې جګړه يې له ملي ګټو سره سمون نه خوري نو هغه سرسخت دښمن ته خورا د لوړې کچې امتیازات ومنل چې يو وخت يې په خپلو کورونو کې د اوسيدو په جازه باندې پخواني ولسمشر حامد کرزي ته سخت ګواښ کړى وو. طالبان يې په کور کې اوسيدو ته نه پريښودل. دواړه افغان لوري يې داسې د يو بل په تقابل کې ودرول چې اوس د پخوا په پرتله جګړې څو ځله زياتې شوې ملکى تلفات لوړ شو دولتي بنسټونه ونړيدل، ملي شتمنئ لوټ شوې ولسواليو سقوط وکړ اوس د ولايتونو د سقوط نښې هم ليدل کېږي.
عجيبه خو لا داده چې ارګ اوس هم د خپلو مديريتي ستونځو د منلو پرځاى د ګواښونو ژبه کاروي، د دښمن د محوه کولو دړکې کوي، لاپې وهي. سولې ته د لابي کولو پرځاى له ولس څخه غواړي چې دغه ټکنى امنیتي وضعیت د نورو شپږو میاشتو لپاره وزغمي. طالبانو د جګړو خوا نيولې ده. د بشپړې عسکري بريا په لټه کې دي. البته له جنګي بريا وروسته ستونځې نه ارزوي او د شرائطو په حساسیت باندي فکر نه کوي.
که تير تاريخ ته د کتو جرئت وکړو نو شک نشته چې زمونږ په هیواد کې روانه څو بُعدي جګړه قطعاً فاتح نلري. خلقيانو د خپلې کودتا بريا ته عجيب او غريب اصطلاحات کارول، خو ومو ليدل چې پايله يې څه شوه. مجاهدینو نظامي بريا ترلاسه کړه خو په خپله سره ونښتل. هر څه په سيند کې لاهو شول. طالبانو همدغه شان نظامي بريا لاسه کړه خو جګړه روانه وه. د طالبانو مخالفه جنګي جبهه او له غرب څخه راستانه شوي د امریکا په ملاتړ دومره افراطي ونازيدل چې انسانيت يې په يادولو شرميږي، خو اوس يې پايله وينو. اوس حکومتي اړخ او طالب سره په تقابل کې دى. مونږ يې وينو چې په واقعي توګه سولې ته هيڅ اړخ ژمنتیا نلري او انجام يې هم راته خطرناک ښکاري.
طالب اړخ د خپلو تشو ژوندى تاريخ لري، خو که احياناً د ارزونې په لاملونو يې تمرکز وکړي نو ستونځه حل ده. ارګ هم د غولولو تګلاره تعقيبوي. فکر نه کوي چې دلته امریکا او ناتو راغلل ټول زور يې وواهه خو جګړه يې مهار نکړاى شوه، نو ښاغلى ولسمشر د کومې محاسبې پربنسټ له ولس څخه غواړي چې اوس خپل وژل شوي بچيان هديرو ته يوسي او شپږ میاشتې وروسته به هرڅه سم شى،
بله لا داده چې جګړه لګښتونه غواړي. اوس چې لاهم بهرنيان په بشپړه توګه وتلي نه دي. لګښتونه هم زمونږ امنیتي ځواکونو ته ورکوي بيا هم نه پوهېږم ولسمشر د کومو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د پرمختیایي پروژو پيسې يوولس مليارده افغانئ نظامي برخې ته ورکړي او پروژې د ځڼد ښکار شوي. دا لا د پټي سر ده پټى شاته سورور ده. که امریکا او ناتو په ګډه په شلو کالونو کې دلته روانه جګړه قابو نکړه نو مونږ باید نور په جګړه باندې نه بلکې په سوله تمرکز وکړو.
طالبانو ته مې په خپلو ليکنو کې لمن وغوړوله چې جګړه ګټونکى نلري. له امریکا سره په سوله کولو مو د ولس باور له لاسه ورکړ. په افغانستان باندې په يوازې سر حکومت کول ناشونئ کار دى. تاسو د اوسني افغانستان د مديريت په خد او خال نه پوهيږئ. افراد مو د ښاري ټولنو له غوښتنو سره د ځان جوړولو وړتیا نلري، نو ټولنه ستاسو عادي کړنو ته هم غبرګون ښئي. اوسنى افغانستان ستاسو تر تصور ډير بدل دي. د استامبول د غونډې له تحريمولو وروسته مو د سياست په لوبه کې مسلسلې ماتې وخوړې. د نظامي بريا محاسبې مو هم په سهوو ولاړې دې. د ملکي لوړو تلفاتو له امله مو معنوي ضربه وخوړه.
متأسفانه چې ډيرى طالبان د نظر اختلاف او انتقاد ته اقلاً د غوږ نيولو تاب هم نلري. هر ډول مخالفت د دين له ادرس څخه د خپل تعبير پربنسټ ردوي. لرليد يې په خپلو ځاني مفروضو ولاړ او د خپلو افرادو په فکري روزنه کې ژوره ستونځه لري. خپلې غلطيانې نه مني. په حيرانونکو دلائلو يې توجیه کوي. ځانونه ورته سپين چرګان او د هغوى د دريز هر مخالف ورته د امریکا ګوډاګى او سيکولر ښکاريږي. دغه ډول ټولنيز توپيرونه به ومنو خو د دين له ادرس څخه ردول يې بدې پايلې درلودلاى شي. د ښار ميشتو اکثريت زده کړي خلک دي. هغوى استدلال کوي له مقابل لوري څخه هم د علمي ځواب تمه لري.
کيداى شي د دواړو خواوو مشران سم وى خو چاپلوسانو غلط کړي دى. چاپلوسان ورته وايي چې په خوب کې مې په سپين اس باندي سپور بيرغ په لاس کې وليدلې چې په کابل وروختئ. ملت ټول يوازې تاسو رهبر مني. تاسو د هيواد د نجات پريښته ياست. که تاسو دغه خاوره رهبرى نکړئ نو د تباهي کندې ته به وغورځي. مشران هم نه له ولس څخه خبر دي او نه له ولس سره اوسيږي. فکر کوي چې واقعاً ملت يوازې هغوى له سمندري توپان څخه د نجات ساحل ته رسولاى شي.
زه منم چې موجوده حکومت د فساد ريښې لري د زورواکانو مجموعه ده، په ډيرو مواردو کې د پرديو د لاس اله ده او ډيرى چارواکي دلته يوازې د د خپلو ناوړه ګټو لپاره اوسيږي. مګر زمونږ دوستان باید دومره درک هم ولري چې نظام او حکومت توپير لري. افغانانو د داودخان د نجيب او د طالبانو د نظام په نړولو کې زيان وليده. نيم ښوره نظامونه مو ړنګ خو بل بشپړ نظام مو جوړ نکړاى شو.
بس ده! نور نظامونه ړنګول نه، بلکې رغول او سمول غوره کړنه ده. بله داچې د اوسني نظام نړول هم نور غبرګونونو را پاروي. نه غواړم په يوه بله جګړه کې ښکيل او يو بل ناورين سره مخ شو. زمونږ هیواد به تر څو د نظامونو لابراتوار وي. که په بن کې طالبانو د نظام برخه ګرزيدلي واى نننى ناورين به نه وو خو دغو مفسدينو هغه مهال د خپلو ګټو لپاره طالب نفى کړ، چې حال يې اوس مونږ ټول د سر په سترګو وينو.
که مونږ له سلګونو منتقدینو علماو څخه يوه ړوند مقلد ته ترجیح ورکوو، که مونږ فکر کوو چې زمونږ د تګلارو مخالفه علمي ډله باید حذف شي، زمونږ ټولنه باید کټ مټ د لويديزې ټولنې په څير ننداره وړاندې کړي، زمونږ کدرونه باید له هيواد څخه وتښتي او يا ووژل شي، زمونږ مخالف سپيڅلي علما او د تحليل وړتیا لرونکي خلک باید محوه شي، په موږ باندي هيڅوک انتقاد ونکړي، زمونږ هیواد محتاج واوسي، زمونږ ښارونه ويجاړ شي، زمونږ ټولنه د منځنيو پيړيو د خلکو په شان فکر وکړي، زمونږ ولس بيرته مغارو ته وګرزي، نو يقيناً ويلاى شم چې دغه فکر مو مکې ته د رسيدو پرځاى د برمودا مثلث ته رسوي چې هلاکت به مو په برخه وي.
که موږ په هیواد کې د روانې فاجعې، پراخو ملکي تلفاتو، روان بشري ناورین، د سرک په منځ کې د وژل شوي ماشوم ليدلو، د ولسونو د جبري مهاجرتونو د روغتون او پوهنتون په بمبارولو وروسته هم ټکان نه خورو او جګړه د بريا لاره ګڼو، نو وطنه الله دې مل شه!
اړين وضاحت؛
برمودا مثلث، چې د شیطان مثلث او د دجال مثلث په نومونو هم پیژندل کیږي ، د شمالي اتلانتیک بحر لویدیزه برخه کې یوه لږ شان يا هم په نرمه توګه تعریف شوې سیمه ده چیرته چې ویل کیږي یو شمیر الوتکې او کښتۍ چې دغې سيمې ته رسيدلي په مرموزه توګه ورکې شوي دى او بيا يې هيڅ ډول څرک نه دى لګيدلى. ځينې معتبر سرچینې دا نظر ردوي چې کوم راز دې شتون لري.
عبدالوحيد وحيد کابل افغانستان.