یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeخبرونهصالح: د طالباني جهل او فتنې پر ضد مقاومت کوونکى زموږ د...

صالح: د طالباني جهل او فتنې پر ضد مقاومت کوونکى زموږ د سترګو تور دى

تاند(شنبه، اس ۱٦) – د افغانستان په ځينو سيمو کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د جګړو په تودېدو سره د ولسمشر مرستیال د طالبانو پر ضد مقاومت کوونکي ستايي او د سترګو تور يې بولي.

د ولسمشر غني دوهم مرستیال امرالله صالح پر خپل فېسبوک پاڼه ليکلي: “هر څوک په هر قوت، مهارت، وسيله او له هرې نښې د طالباني ناپوهۍ او فتنې پر ضد مقاومت کوي زمونږ د سترګو تور دى. لطفاً کاږه فکر ونه کړئ. د تجاوز لاندې د هرې څنډې پر وړاندې ولاړ يم، اړيکه کې يم او لاسرسى ورته لرم. په سيمه کې نران په دې پوهېږي.”

ښاغلى صالح په داسې حال کې وسله والو طالبانو پر ضد مقاومت کوونکي ستايي او ترې ملاتړ کوي چې له څو ورځو راهیسې د پلازمېنې کابل په ګډون په اکثرو ولایتونو کې د افغان امنیتي ځواکونو په ملاتړ ميليونونو افغانانو د الله اکبر په نعرو سره له دغو ځواکونو خپل ملاتړ څرګند کړ.

په ورته مهال د شبرغان او زرنج ښارونو د ډېرى برخو له سقوط او داراز په هرات، کندز، هلمند او لښکرګاه کې د سختو جګړو سره هممهاله د امریکا ولسمشر جوبایډن له قطره خپلو ځواکونو ته امر کړى چې د طالبانو مورچلې دې په نښه او بمبار کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب