دوشنبه, مې 13, 2024
Homeخبرونهد ننګرهار دیني عالمان: طالبان د پردیو په اشاره پر افغان ولس...

د ننګرهار دیني عالمان: طالبان د پردیو په اشاره پر افغان ولس ظلم کوي

تاند (شنبه، د اسد ۱۶) ننګرهار کې د ختيځ زون سلګونه ديني عالمانو د يوې غونډې پرمهال له نظام او افغان امنيتي سرتېرو ملاتړ وکړ او پر وسله والو طالبانو يې غږ وکړ چې اوربند او سوله وکړي.

ديني عالمانو په ټینګار سره ویلې، چې نور د پاکستان پر خلاف د ممبر او سنګر غږ سره يوځای شوی دی.

د ننګرهار والي ضياء الحق امرخېل د دې غونډې پرمهال پر افغانانو غږ وکړ، چې د يووالي او حقايقو ويلو ترڅنګ د خاورې، نظام او ملي بنسټونو ساتنې په موخه د حکومت ترڅنګ ودريږي.

ده زياته کړه، چې د نړۍ علماء کرامو په افغانستان کې جګړه حرامه بللې؛ خو طالبان هره ورځ د اسلام تر نامه لاندې په مسلمانانو ظلم کوي او د پرديو ګټو ته کار کوي.

په ورته وخت کې په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي عبدالرؤوف شپون پر وسله والو طالبانو د سولې او اوربند غږ وکړ او زیاته یې کړه، چې نور بايد له جګړو لاس واخلي او افغان وژنه بنده کړي.

شپون وايي، پاکستان په مستقيمه توګه په افغانستان کې لاسوهنه پيل کړې او نور دې د افغانستان د له منځه تللو خوبونه نه ويني او دلته دې له لاسوهنو تېر شي.

ديني عالم مولوي غازي ګل شينواري بیا وويل چې اوس د ممبر او سنګر غږ يو شوی، ولس يې هم ملاتړ دی او ټول د نظام د ملاتړ لپاره د الله اکبر په نارو مست دي.

د ننګرهار د حج او اوقافو رييس مولوي محمد داود مجاهد هم د امنيتي سرتېرو د ملاتړ ترڅنګ وويل، چې اوس د دغه ولايت او ټول ختيځ زون ديني عالمان د نظام او سرتېرو ملاتړ کوي او که اړتيا پيدا شوه نو سنګر ته به هم د سرتېرو ملاتړ ته لاړ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب