شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني د شمال پر امنیتي وضعیت له مارشال دوستم سره خبرې...

ولسمشر غني د شمال پر امنیتي وضعیت له مارشال دوستم سره خبرې کړي

تاند (شنبه، اسد۱۶) – په داسې حال کې چې د شبرغان ښار په څنډو کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د سختو جګړو او د ځينو سيمو د سقوط راپورونه ورکول کېږي، نن ولسمشر محمد اشرف غني د خپل پخواني مرستیال مارشال عبدالرشید دوستم سره د شمالي ولایتونو پر امنیتي وضعیت خبرې کړې دي.

د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د مارشال دوستم له خولې ويل شوي: “موږ د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ ولاړ یوو او په قاطعیت د خپلو خلکو او خاورې دفاع کوو. د دې وخت رسېدلی چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ د هیواد د امنیتي وضعیت د ښه والي او ارزښتونو د دفاع لپاره هڅه وکړو او د دښمن پر وړاندې ودرېږو.”

په ورته مهال ځينو رسنيو د بېلا بېلو سرچينو په حواله ویلي، په شمال کې وسله والو طالبانو له سختې جګړې څخه وروسته د جوزجان ولایت مرکز شبرغان نيولى دى.

راپورونه وایي چې طالبانو د ولایت مقام، د ملي امنیت ریاست، امنیه قومانداني او د ښار ځینې نورې برخې نیولي دي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي وویل‌،‌ که طالبان غواړي چې په دې ډول مشروعیت ترلاسه کړي او په رسمیت وپېژندل شي دا یې لاره نه ده.‌

اروپایي اتحادیې هم ویلي، چې د زور له لارې واک ته رسېدلی حکومت به په رسمیت ونه پېژني.

2 COMMENTS

  1. اوس باید فاریاب هغه جنګیالی چی قیصاری او دوستم لپاره لاریون کولو نن دی د طالب پر ضد را پورته شی اوس همغه قیصاری چیری دی چی د دولت نظامی موتر ته اور اچولو، همدغه دوستم ویل چی غنی وایی ما د زیاتو کسانو شاخونه مات کړی مګر غنی هغه پلاستکی شاخونه مات کړی مګر ولسمشر باید پوه شی چی دوستم په نیرنګ باندی ونه غولیږی ځکه همدی دوستم له ډاکټر نجیب الله سره دوکه کړی وو او میدان هیوایی را ستون کړ چی بیا طالبانو د ملګری ملتونه له دفتر را وویست او په دار یی وزړاوو،

    هغه مارشالی چی دوستم ته یی ورکړی باید اوس ورته ووایی چی دا مارشالی دی اوس په شبرغان او فاریاب کی له خپلو جنګیالیو سره چی په قلعه جنګی او لیلی دښته کی درسره ملتیا کوله ، همدی طالبانو ته بیا ور وړاندی شی،

    ځکه دوی تل له ډاکټر اشرف غنی څخه په لومړی ځل او دوهم ځل ټاکنو کی لوړی څوکی او مقامونه غوښتل ، همدارنګه چی کله داود لغمانی یی د فاریاب والی وټاکه، دده کسانو د همدی والی مخالفت وکړ، ځکه دوی د ولسمشر هیڅ پریکړی ته درناوی نلری

    ځکه خو اوس امریکا او برتانیی غواړی چی د دوستم او تورکیی له لوری د میدان هیوایی واک بیا دوستم ته ورکړی او تیر په څیر بیا اوسنی چارواکی له میدان څخه را وګرځوی او د پاکستان په دستور طالبانو ته یی لاس ورکړی مګر ولسمشر ته بیا زه دا وړاندیز کوم چی عبدالله، دوستم او نورو نیږدی مرستیالیانو په فریب کی ګیر را نشی ځکه دوی په تیر تاریخ کی له هیواد سره وفا نده کړی او هیواد تل په پاکستان په لمسون په تیلو او باروتو باندی سوځولی او کنډواله کړی یی ده، ولسمشر باید د مخکینی ولسمشر ډاکټر نجیب الله په شان د امریکا، برتانیی او نړیوالی ټولنو په غوړو وعدو او درواغو سیاسی شعارونو باندی دوکه نشی ځکه نړیوالو هم تر خپله وسه له افغان ولس او مخکینو دولتونو سره د پاکستان د خوشحالولو لپاره چل او دوکه کړی او تل افغان ولس ته د درواغو وعدی ورکړی چی تاریخ ګواه دی

  2. د پنجابی پاکستان او اخوندی ایران له خوا د امریکا په ډالرو تهدابی تربیه شوی طالبان د غلامو تنظیمونو څخه هم زیاتره د پنجابی پاکستان او امریکا کنترول لاندی دی د پنجابی پاکستان دا وسنی شعار بابولانی چی مونږ په طالبانوباندی کوم اغیزناکه تأثیر نلرو او همدارنګه کاؤبائیي امریکا پر طالبانو باندی د غټو بمونوغورپشونه کوی دا ټولی زرګری مخالفتونه دی ، امریکا او انګلیس د قاتلو تنظیمونو ، طالبانو ، کمونیستانو او نورو وارداتی مضرو ساختګیو ګوندونو وفاداری باندی باوری دی او ددی غلیسی لاری غوښتل کیږی چی د ملت تر مینځ قومی ، لسانی او مذهبی نفاق هم زیات کړی او هم بین المللی شکل ورکړی او ښکاره کړی چی دا وحشی ملت اصلاح کیدونکۍ ندی نو یوازنۍ لاره د حل د افغانستان تجزيه کول دی !!!!
    صادقو مسلمانو ملی افغانانو : مونږ او تاسی هغه وخت ددی تربیه شوو غلامانو او ددوی غلیسو بادارانو څخه نجات پیدا کولای شو که مونږ د خودخواهی حریصی بیماریو ته د پای ټکۍ کیږدو او د غیرتی ملت سره یو ځای دافغانستان استقلال او د خاوری تمامیت تضمین ته عملآ ملا وتړو دا کار کیدوونکۍ دی که ټول منورین په صداقت سره د واحد ملت ملاتړ ته ملا وتړی دا د تاسو سره د ما صداقانه وعده دی !!!!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب