شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهامریکا او بریتانیا خپلو اتباعو ته : ژر تر ژره له افغانستانه...

امریکا او بریتانیا خپلو اتباعو ته : ژر تر ژره له افغانستانه ووځئ

تاند‌ (شنبه د اسد ۱۶مه ) امریکا او بریتانیا په افغانستان کې له خپلو مېشتو اتباعو غوښتي چې له هېواد نه ووځي.

امریکا متحده ایالتونو او بریتانیا په افغانستان کې له خپلو ټولو میشتو اتباعو غوښتي،چې د امنیتي ستونزو له امله هېواد پرېږدي.

په دې هکله د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرتیا کې راغلي دي چې:” د بهرنیو چارو وزارت لارښوونه کوي چې افغانستان ته له هر ډول سفر نه ډډه وکړئ. ټولو بریتانیوي وګړو ته لارښوونه کیږي چې ژر تر ژره دغه هېواد پرېږدي. “

امریکا او بریتانیا دغه پرېکړه په افغانستان کې د امنیتي ستونزو د زیاتېدو له امله کړې ده.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت وایي، بریتانیوي وګړي باید په کابل کې د بریتانیا له سفارت سره اړیکه ونیسي او ژر تر ژره له افغانستانه د وتلو پر پلان کار وکړي.

بل خوا په کابل کې د امریکا متحده ایالتونو سفارت په اعلامیه کې راغلي: “د امنیتي شرایطو او کار کوونکو کموالي ته په پام سره، په افغانستان کې له امریکايي وګړو سره د مرستې په برخه کې ان په کابل کې د امریکا د سفارت امکانات او وړتیا ډيره محدوده ده.”

په دې وروستیو کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د بهیر په پېلېدو سره جګړې پراخې شوې او ان د ځینو ولایتونو تر مرکزونو رسیدلي دي.

په افغانستان کې د جګړو په زور اخېستو سره مرستندوی بنسټونه او هېوادونه د خپلو کارکوونکو او وګړو امنیت ته اندېښمن دي.

په پام کې ده چې په هېواد کې شاوخوا پنځه سلنه پاتې امریکايي سرتېري هم د سپټمبر تر ۱۱مې له افغانستانه ووځي.

1 COMMENT

  1. ما مخکی ویلی وو چی امریکا، برتانیه او نړیواله ټولنه د افغان ولس تاریخی دښمنان دی ځکه پدی باندی دوی پوهیږی چی پدی ۴۵ کلنه جګړه کی پاکستان تل جنګی ډلی ټپلی د افغان ولس او هر افغان دولت پر ضد پیاوړی کړی او جنګولی یی دی نو بی بی سی او نور نړیوالی رسانی چی امریکا د ډالرو لپاره د افغان عام ولس د ویری او ډار لپاره تبلیغاتی جګړه مخی ته بیایی نو یوځل بیا دوی د افغان ولس لپاره ویلی چی امریکایی او برتانوی اتباع باید له افغانستان څخه ژر تر ژره ووځی مګر دا خبری دوی کولی شوای چی تیلفون، ایمیل او نور لارو څخه معلومات لیږلی او خبرکړی وای مګر ددی پخاطر دوی دا نشرات کوی چی عام ولس وډار شی او دلته شته پانګوال او کدرونه لدی هیواد تیښته وکړی او هیواد بیاځلی بربادی لوری ته لاړ شی

    نو ښاغلی ولسمشر څخه هیله کوو چی خارجیانو ته په زغرده ووایی چی د افغان ولس د ویری لپاره دا ډول خبر نشرول ښکاره مداخله او ددی هیواد په اقتصادی ، نظامی او سیاسی مورال باندی کلکه اغیزه کوی باید ټول لر او بر افغانان د امریکا، برتانیی او نړیوالی ټولنی او همدارنګه ازلی دښمن پنجاب په وړاندی په ټولنی نړی کی لاریونونو او رسانیز پر مټ تبلیغات شروع کړی چی دا ددی هیواد تاریخی دښمنان دی او نړی باید د امریکا، برتانیی او پآکستان د نظامی، سیاسی او اقتصادی مداخلی څخه وژغوری او د افغان ولس، دولت لاسنیوی وکړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب