شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهوسله والو طالبانو د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ونیو

وسله والو طالبانو د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ونیو

تاند — د افغانستان په شمال کې وسله والو طالبانو له سختې جګړې څخه وروسته د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ونیو.

شبرغان د پخواني جنګسالار او د طالبانو د قصاب عبدالرشید دوستم پلرنی ټاټوبی دی چې له څو ورځو راهیسې پرې له څو خواوو سختې جګړې وشوې.

په جنرال دوستم باندې تور دی چې په لیلی دښته او د کندوز په قلعه جنګي کې یې په زرګونو طالبان له محاکمې پرته وژلي وو چې تر اوسه یې کومه رسمي پلټنه نه ده شوې.

دا لا معلومه نه ده چې آیا د حکومت مخالفینو په دغه سبب د دوستم د مرکز د نیولو هڅه کړې که د تاوتریخوالي د هغه کمپاین په ترڅ کې پر مخ روان دي چې په وروستیو کې یې پيل کړی دی.‌

پرون د جمعې په ورځ /د زمري ۱۵مه/ د شبرغان بېلابېلې خواوې د طالبانو او د دوستم د ملېشو او حکومتي ځواکونو تر منځ لاس په لاس شوې او له سیمې څخه را رسېدلي وروستي راپورونه وایي چې طالبانو د ولایت مقام، د ملي امنیت ریاست، امنیه قومانداني او د ښار ځینې نورې برخې نیولي دي.

تر دې مخکې، تېره ورځ طالبانو د نیمروز ولایت مرکز زرنج نیولی وو.

په وټس آپ کې د مهمو معلوماتو د شریکولو په یوه ګروپ «کلبه اطلاعات» خپور شوی وروستی خبري تعقیب داسې راغلی دی:

«تعقیب دوم: طالبان از تسخیر مقام ولایت ، ریاست امنیت ملی ، قوماندانی امنیه و برخی از مناطق دیکر شهر شبرغان خبر داده اند. در این حال نیروهای قوای هوایی  در حال بمباردمان  قسمت های مرکزی شهر شبرغان اند. ذبیح الله ” مجاهد ” سخنگوی طالبان در یک پیام کوتاه  گفته است : اکنون طالبان در حال پیشروی در سایر نواحی شهر اند. ولی او از کشته و جراحت نیرو های دولتی و طالبان چیزی نگفته است. باشنده گان شهر شبرغان میگویند اکنون طالبان در کوچه ها و پسکوچه ها در شهر در حال گشت زنی اند. احمد جاوید یکی از باشنده گان ناحیه اول شهر شبرغان میگوید : طالبان طور مسلح در شهر مصروف گشت زنی اند. وی افزود : ولی مردم به ندرت در جاده ها دیده میشوند. او گفت: طیاره های نیروهای قوای هوایی در حال بمباردمان قسمت های غربی شهر اند و هیچکسی در جاده ها به جز از افراد طالبان دیده  نمیشود. مسوولین  امور امنیتی و ولایت به تیلفون پاسخ نمیدهند و اینکه  نیروهای امنیتی به چی سرنوشتی گرفتاراند معلوم نیست. شهر شبرغان دیروز بین نیروهای امنیتی و طالبان دست بدست شد ولی صبح امروز پس از درگیری شدید بین دو طرف بدست  طالبان  سقوط کرد. تمکین.»

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي وویل‌،‌ که طالبان غواړي چې په دې ډول مشروعیت ترلاسه کړي او په رسمیت وپېژندل شي دا یې لاره نه ده.‌ اروپایي اتحادیې هم ویلي چې د زور له لارې واک ته رسېدلی حکومت به په رسمیت ونه پېژني.

ویل کیږي چې د طالبانو مهم ملاتړی پاکستان غواړي چې په افغانستان کې بیا داسې حکومت رامنځته شي چې د نړۍ هېوادونه یې په رسیمت ونه پېژني او د تېر په څېر دوه لاسه او دوه پښې پاکستان ته محتاج وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب