شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد لغمان ولسونو له وسله والو طالبانو د جګړې د درېدو غوښتنه...

د لغمان ولسونو له وسله والو طالبانو د جګړې د درېدو غوښتنه وکړه

تاند ( شنبه، د اسد ۱۶) د لغمان ولایت اوسېدونکو تېره ورځ په یوه لویه ولسي غونډه کې له وسله والو طالبانو وغوښتل، چې جګړه ودروي.

په دې ولسي غونډه کې د یاد ولایت  ولايتي چارواکو، ديني عالمانو، قومي مشرانو او ځوانانو ګډون کړی وو.

د غونډې ګډونوالو پر وسله والو طالبانو غږ کړی، چې سوله وکړي او د وطن له ورانولو دې لاس واخلي.

دې غونډې ته د خبرو پر مهال د لغمان ولايت مرستيالې برېښنا صافۍ وویل، چې روانه جګړه په نړیواله سطحه یوه اوږده جګړه ده او پر طالبانو یې غږ وکړ، چې نور دې جګړه بنده  او سوله وکړي.

د یادونې ده، چې عام خلک داسې مهال له وسله والو طالبانو د جګړې د درېدو غوښتنه کوی، چې د دې ولایت ډېری ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په ولکه کې دي.

وړمه ورځ افغان چارواکو د یاد ولایت د بادپښ ولسوالۍ د بېرته نیولو خبر ورکړ خو ځایي خلک وایي د افغان ځواکونو له وتلو وروسته یاده ولسوالي بېرته طالبانو ونیوله.

1 COMMENT

  1. ټول افغانان او نړی په د پوه چه داد پنجاب جنګ ده.
    تالب نه د جمات نه دقرآن کريم نه د سپين سري نه سپين ګيروقتل عام او نه مکتب او ملي شتمنيو مراعات کوي دوي ځان قدرت رسول د ټوپک په غواړي نو په دوعاوو او زاريو د تالب مخه نه درول کيږي. که دتالب د مخي درول په ذښتيا هم څوک غواړی نو تالب يواځي د ټوپک په ژبه پوهيږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب