شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهطالبانو د افغان فعالانو د وژلو لړۍ چټکه کړې ده

طالبانو د افغان فعالانو د وژلو لړۍ چټکه کړې ده

تاند( شنبه د اسد۱۶ مه)  طالبانو یو ځل بیا په ښارونو او کلیو د افغان فعالانو د وژلو لړۍ چټکه کړې ده.

طالبانو په وروستیو ورځو کې پر ښارونو د لویو بریدونو ترڅانګ؛ د افغان فعالان، لیکوالانو، د نظر د خاوندانو او نورو مخکښانو ترور ته مخه کړې ده.
د طالبانو ددغو وژنو په لړ کې ۤپرون د حکومت د رسنیو د مرکز رییس دواخان مینه پال د جمعې لمانځه ته د تګ پر مهال ووژل شو.

مینه پال په حکومت کې د ملکي دندې د لرلو ترڅنګ، شاعر لیکوال، او حقوق پوه و، هغه ډير کلونه خبریالي هم کړې وه. داسې خبریالي چې کله خو به اړ کېده، د بې پرېتوب اصل ته په پام سره، له طالبانو سره هم د هغوی د نظر د اخېستو لپاره اړيکې وپالي.

طالبانو د مینه پال له وژل کېدو سره سم ،د هغه د وژلو مسوولیت پرغاړه واخیست.

خبریال او د چارو شنونکي غلام جیلاني ځواک پر خپل فېسبوک پاڼه لیکلي دي چې: “د مینه پال له شهادته ښکاري،چې طالبانو د هدفمندانه وژنو نوې او ظالمانه لړۍ پېل کړې ده.”

بل خوا د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د طالبانو له لوري د مینه پال وژنه غندلې ده او دا پېښه یې جنګي جنایت ګڼلی دی.

دغه کمېسیون په یوه اعلامیه کې ویلي دي،چې د دولت پر ملکي کارکوونکو برید د وسله والو شخړو له اصولو سرغړونه او جنګي جنایت دی.

ملګرو ملتونو هم د جګړې پر ښکېلو لورو غږ کړی دی، چې له بشري جنایتونو لاس واخلي.

اخوا ګڼ داسې کسان چې د ان د حکومت ملکي کارکوونکي هم نه وو، د طالبانو له لوري په ناڅرګند تور وژل شوي دي.

په ارزګان کې د تاریخپوه او شاعر عبدالله عاطفي وژنه د داوړ پېښو یوه وړه بېلګه ده. عاطفي چې د انجنیرۍ او اقتصاد په برخو کې له اوکراین هېواد نه دوې ماسټرۍ اخېستې وې او اوسمهال تر ډيره د تاریخ لیکنې په برخه کې پر فعالیت بوخت و، د طالبانو تر ولکې لاندې چوره ولسوالۍ کې ووژل شو.

د طالبانو ویاند د عاطفي د وژلو ونه مانه،خوویې ویل،چې هغه بې طرفه شاعر او لیکوال و او دوی یې په وژنه کې لاس نه لري، چې له دې خبرې یې هم داسې انګېرل کیدای شي،چې که د ده په اصطلاح بې طرفه نه وای، نو وژلو یې څه باک نه درلود.

طالبانو په داسې حال کې د حکومت د ملکي کارکوونکو د وژلو لړۍ چټکه کړې،چې اوسمهال شاوخوا ۳ سوه زره افغانان له حکومت سره په ملکي برخه کې کار کوي.

په دې وروستیو کې د طالبانو له لوري د افغان فعالانو، لیکوالانو، شاعرانو، د چارو د شنونکو، کارپوهانو او نورو ماهرینو د وژلو د لړۍ په زور اخېستو سره، ګڼ هغه افغانان چې تردې وړاندې د خپل هېواد د پرمختګ لپاره خولې تویولې، اوس له وېرې نورو هېوادونو ته تللي دي.

په تېرو شلو کلونو کې په زرګونه داسې افغان فعالان وژل شوي چې له طالبانو سره یې یوازې فکري مخالفت درلود، که څه هم د ډیری دغو فعالانو د وژلو پړه طالبانو پر غاړه اخېستې ده، خو د ځينو نورو د وژلو د مسوولیت اخيستو ته یې ځکه زړه نه دی ښه کړی ،چې هغوی ته یې یوازې له خپلو فکري مخالفانو پرته بل نوم نه شوای ورکولای.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب