شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+افغان کرکټ لوبډله روانه اونۍ سرېلانکا ته سفر کوي

افغان کرکټ لوبډله روانه اونۍ سرېلانکا ته سفر کوي

تاند ( شنبه، د اسد ۱۶) تمه ده چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله روانه اونۍ له پاکستان سره د ۳ يو ورځنيو لوبو ترسره کولو په موخه سرېلانکا ته سفر وکړي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ۳ یو ورځنیو لوبو لړۍ په سرېلانکا کې د سپتمبر میاشتې په لومړۍ نېته پیلېږي.

له دې وړاندې ټاکل شوې وه، چې دا لړۍ په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي، خو اوس په سرېلانکا کې ترسره کېږي.

افغان کرکټ بورډ څه موده وړاندې دې لوبو ته لوبډله اعلان کړه.

« رحمن الله ګربز، ابراهیم ځدران، صدیق اتل، رحمت شاه، حشمت شهیدي (لوبډلمشر)، نجیب الله ځدران، اکرام علي خېل، شاهد کمال، محمد نبي، کریم جنت، عظمت الله عمرزی، راشد خان، عبدالرحمن، نوین الحق، مجیب ځدران، فضل الحق فاروقي او نور احمد لکڼوال هغه لوبغاړي دي، چې د پاکستان پر وړاندې لوبو کې به لوبېږي.

په احتیاطي لوبغاړو کې بیا یوسف ځاځی، سلیم صافی، شرف الدین اشرف او قیس احمد شامل دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب