شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+بنګله دېش په ۳ پر لپسې لوبو کې اسټرالیا مات کړ

بنګله دېش په ۳ پر لپسې لوبو کې اسټرالیا مات کړ

تاند ( شنبه، د اسد ۱۶) د آسټرالیا او بنګله دېش ترمنځ د شل اوره لوبو لړۍ بنګله دېش لوبډلې وګټله.

د دې لوبو په لړ کې درېیمه شل اوره لوبه هم تېره شپه بنګله دېش لوبډلې وګټله.

د روانې لوبلړۍ له لوبو څخه یواځې درې لوبې ترسره شوي، چې درې واړه بنګله دېش لوبډلې ګټلي او دوه نورې یې لا پاتې دي.

دا د بنګله دېش کرکټ تاريخ کې لومړی ځل دی چې له اسټراليا څخه لوبلړۍ ګټي.

په درېیمه لوبه کې لومړی بنګله دېش توپوهنه وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۷ منډې وکړي.

اسټرالیا ټاکل شوی هدف پوره نشو کړای او په ۲۰ اورونو کې يې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو ۱۱۷ منډې وکړې او لوبه یې وبایلله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب