Homeخبرونهملګري ملتونه: په جګړه کې ښکېل لوري دې بشر ضد جنایتونو نه...

ملګري ملتونه: په جګړه کې ښکېل لوري دې بشر ضد جنایتونو نه ترسره کوي

تاند ( شنبه، د اسد ۱۶) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې په افغانستان کې پر روان تاوتریخوالي اندېښنه ښودلې ده.

د یادې ادارې مشرې میشل بشلت د جګړې له ښکېلو خواوو غوښتي، چې بشري جنایت ودروي او د سولې د خبرو له لارې په دغه هېواد کې روانه جګړه پای ته ورسوي.

آغلې مېشل وایي د ملګرو ملتونو د بشري حقونو اداره په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض په مستندولو بوخته ده او هڅه کوي د ښکېلو لورو هغه موارد په ګوته کړي، چې بشر ضد جنایت بلل کېږي.

نوموړې زیاته کړې چې ملګري ملتونه په تېره د بشري حقونو عالي کمېشنري په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو په لټه کې ده او د بشر ضد جنایتونو د ترسره کوونکو د محاکمې ژمنه کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه خبرپاڼه کې پر بشري حقونو د څار د نړیوالې ډلې د راپور هرکلی کړی وو او د دې غوښتنه یې کړې وه، چې نړیوال بنسټونه دې په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض اسناد راټول کړي او شوې ادعاوې مستندې کړي.

یاد وزارت ویلي وو، چې نړیوال بنسټونه باید په افغانستان کې د طالبانو پر وروستیو کړنو سترګې پټې نه کړي او په اړه دې مستند راپورونه نړیوالو ته وړاندې کړي.

په دې وروستیو کې د بشري حقونو په برخه کې فعال بنسټونه وایي چې د طالبانو تر نفوذ لاندې سیمو کې ملکي وګړي وژل شوي، بشري حقونه نقض کېږي او په جګړو کې یې عامو خلکو ته زیانونه اوړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...