شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد مینه پال ترور؛ سپینه ماڼۍ وايي، طالبان به په دې ډول...

د مینه پال ترور؛ سپینه ماڼۍ وايي، طالبان به په دې ډول کارونو مشروعیت ترلاسه نه کړي

تاند(شنبه، د اسد ۱۶) سپینه ماڼۍ وايي، د طالبانو له لوري وروستي اقدامات به له دوی سره د نړیوال مشروعیت په ترلاسه کولو کې مرسته ونه کړي.

سپینې ماڼۍ دا خبره وروسته له دې وکړه چې طالبانو د جمعې په ورځ په کابل کې د افغانستان د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز د ريیس دواخان مینه پال د وژلو مسوولیت په غاړه واخیست.

د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي رييسې جین ساکي یوې خبري غونډې ته وویل«زموږ نظر دا دی، که طالبان د نړیوال مشروعیت د ادعا غوښتنه لري، دا ډول اقدامات دوی ته هغه مشروعیت نه ورپه برخه کوي چې دوی یې په لټه کې دي. دوی باید دې لارې ته دوام ورنه کړي. دوی دا انرژي چې په پوځي هلوځلو لګوي باید د سولې پر پروسې ولګوي.»

طالبانو پرون د افغانستان د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز ريیس دواخان مینه پال د وروستیو هدفي وژنو په لړ کې وواژه.

مینه پال له ۲۰۰۶ څخه تر ۲۰۱۰ پورې د ازادي راډیو خبریال و. وروسته د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ريیس شو، د ولسمشر غني د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې د ولسمشر ویاند او وروسته د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز ريیس وګومارل شو.

د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي ريیسې، د دواخان مینه پال د ترور په غبرګون کې وویل«لومړی اجازه راکړئ چې د امریکا د حکومت له لوري د افغانستان د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز د رييس دواخان مینه پال وژنه په کلکه وغندم. د ده وژنه د اوونۍ په پیل کې په کابل کې له بمي بریده وروسته وه چې د افغانستان دفاع وزیر یې په نخښه کړ.»

طالبانو د دواړو حملو مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

د دفاع د سرپرست وزیر بسم الله محمدي پر کور په برید کې د ۱۳ تنو د وژل کېدو ترڅنګ تر ۲۰ ډېر نور ژوبل شول.

د سپینې ماڼۍ ویندویې وویل چې د امریکا حکومت په افغانستان کې هدفي وژنې له نژدې څاري او ځینو هغو ملکیانو ته چې د امریکا له پوځ سره یې کار کړی دی او د مهاجرت په شرایطو برابر دي، له دې کبله پناه ورکوي چې غچ اخیستونکی برید پرې وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب