په هلمند، هرات، تخار، کندهار، جوزجان او نورو ولایتونو کي نننیو جګړو، بمبارۍ او چاودنو په سلګونو کورني د غم په تغر کښینولي. په لښکرګاه کي ړوند بمبار درملتونونه، دوکانونه او مارکیټونه د اور په لمبو لولپه کړل، دا د خلکو د ټول عمر سرمایه وه چي په ډېره خوارۍ او غریبۍ یې غونډه کړې وه خو نن هر څه له خاورو سره خاوري شول. په هرات، تخار، کونړ کندهار، جوزجان، کندز او تقریباْ په ټولو ولایتونو کې همدا حال دی خلک ځورېږې بارېږې خوږېږې او حتی وژل کېږې. په تلویزیون مې د سرتورو ساندې او ژړا ګاني لیدلې، د ماشومانو په مخ مي را ماتي ویني کتلې، دسپین ږیرو اسویلي مي اوریدل او دا لمړني ځل نه دي چي زه او نور خلک دا شیان وینو، اورو او په رڼو سترګو ورته ګورو خو دا به اخر ځل هم نه وي. دا کارونه یوازي په ځانمرګو بریدونو کي نه کیږي بلکه ړندي بمباري هم داسي ویرونه راوړي او همداسي ماتمونه زېږوې. د معمول سره سم په مطبوعاتو، فیسبوک او نوري ټولنیزو رسنیو کي په هماغه ورځ ډیر سخت عکس العملونه وینو خو چي ورځ تیره شوه او سبا شو بیا هر څه رانه هیر وي. یوازي د پیښی اصلي قربیانیان دي چي دا غمونه تر ډیره ورسره مله وي او ډوډي له اوښکو سره خوري او دا غمونه تر ډېره یادوي خو د نور کسانو بیا دا حال ډېر ژر هېر شې. موږ په بیا بیا دا تېروتنې کوو هر ځل پردي غم نیم اختر ګڼو. موږ له عقل څخه په احساساتو کي ډیر مخ ته یو او زموږ تاریخ هم همدا ګواهي ورکوي چي زموږ احساساتو تل موږ له سړیتوب څخه ایستلي یو. زموږ کور اور اخستئ دی، موږ په دي اور کي سوځو خو اوس هم حتی زموږ لوستي خلک قومي مسایلو ته لمن وهي، تر اوسه هم دي جګړي ته د مشروعیت د ورکولو هڅه کوي، تر اوسه هم د خلکو د وینو له پلورولو څخه پیسي تر لاسه کوي او تر اوسه هم د وږیو لیوانو په شان د ولس غوښه او هډوکي یو ځاي سره خوري. له څه د پاسه ۲۰۰ ولسوالیو تر سقوط وروسته هم سیاسي اختلاف هماغسې په درز کي روان دي. که په نظامي او ملکي پوستونو کي د فاسدوو چارواکو ګومارنو ته وګورو نو له ورایه دا خبره ښکاره ده چي دا لویه غمیزه په لوي لاس ډیزاین شوی ده. د خلکو له استازو نیولي بیا تر یوه عادي ماموره ټول په یو ډول نه یو ډول فساد کي ښکېل دي دلته پاک کسان په لوي لاس له میدانه ایستل کېږې او یا دومره ځورول کېږې چي په اخیر کي پخپله کار پرې ږدې. دي کړنو د ملت کرکې ته لاره هواره کړېده او په لوي لاس قومي مسایلو ته لمن وهل کېږې. چارواکو ډېرې لوي تېروتنې ( کېدای شي عمدي وي) وکړي چي په پایله کي د ولایتونو مرکزونو ته هم جګړه را ورسېده.
حکومت په ډېره اسانۍ واېې چې (به زدوترین فرصت ولسوالي هاي از دست رفته را پس میګریم) نو چې بیا دي نیولې ولې دي ور پر ښودلې؟ د ولسوالي له لاسه ورکول او بېرته نیول خو خلکو ته په ډېر لوي قیمت تمامېږې او دا قیمت خو خلک له تیرو څلورو لسیزو راهیسې بیا بیا پرې کوي، خلکو په ځلونو خپل سر و مال په دي ناروا جګړه کي بایللي دي او اوس دومره ځپل شوي دي چي نور د هیڅ شي زغم نه لري، دومره غریب دي چي خپله ډوډۍ نه لري او دومره ناتوانه دي چي د چنګېز هم زړ ور باندې سوځي. تاسې دا خلک ولي نه پرې ږدئ؟ تاسې يي ولي له وژلو لاس نه اخلي؟ تاسې یی څومره نور وژني؟
ځینې جدي پوښتي ځوابونه غواړي!
- ولي د له لاسه وتلو ۲۰۰ ولسوالیو لویه برخه بي جګړو تسلیم شوه. د کندهار بر حاله والي دي ته سیاسي سقوط وویل حکومت او په تیره بیا د امنیت شورا باید خلکو ته سیاسي سقوط تعریف کړي. خلک پوښتي چي د حکومت د ننه کوم معاملات روان دي؟
- دا ښکاره خبره ده چي ټول ولایتونه او ښارونه کماندویان او ځانګړي ځواکونه نه شي ساتلئ او نه هم د هغوي وظیفه ده. حېاتې پوښتنه دا ده چي په ولایتونو کي شته نظامیان څه کوي؟ ولي ټول ولایتونه له مرکزه د نورو ځواکونو د رسیدو او کومک غوښتنه کوي؟ ایا طالبان دومره ډېر دي چي په ولایتونو کې يي شته فوځېان د جنګ مخه نه شی نیولي؟ ولسمشر باید او باید خلکو ته رښتیا ووايي چي څه روان دي؟
- ولي جګړه په لوي لاس ښارونه ته راوستل شوه؟ ښکاره خبره ده چي هوښیار سړي کورته جنګ نه راوړي خلک د دي پوښتي ځواب غواړي او دولت باید خلکو ته رښتیا واېې؟
- ایا ملت باید په نورو ښارونو لکه کابل کې هم د همدې حالت په انتظار وي؟
- د پاکستان ملامتول او ټوله پړه په پاکستان اچول د ستونزو حل نه دی. د نظام په داخل کي د پاکستان جاسوسان څوک دی او ولي نه رسوا کېږې؟
- پخواني ټوپک ماران او قومي غله څه غواړي او ولي د دي لوي غمیزې په وړاندي غلي دي او هغوي چې د طالب په وړاندي يي وسله اخلي ولي مرسته نه ورسره کېږې؟
- او تر ټولو مهمه خبره خو لا داده چي امریکې له طالب سره کومه پټه معامله کړېده؟
دي ټولو پوښتنو ته باید ولسمشر د پارلمان په ګډه غونډه کي ځواب ویلې وای، ولسمشر باید هغه کسان چي پټه او د دښمن سره ګډه اجنډا لري ولس ته ور پېژندلي وای. زه ډاډه یم که خلک په رښتیا وپوهېږې او رښتیا ورته وویل شي حتماً د حکومت په خوا کي درېږي او دا حالت تغیر کوي. خو د ولسمشر او امنیت شورا چپتیا له دي څخه هم جدي او سختي پوښتي را پورته کوي چي بیا به یې د ځواب له پاره ډېر ناوخته وي.
د ولس ونډه:
موږ په تیرو شلو کلونو کې زښته ډېر فرصتونه له لاسه ورکړل. د پردیو په لمسون مو د دیموکراسي بنسټیز اصلونه لکه ټاکنې هم بدنام کړل. د پردیو په لمسون او شراکت مو د ملکی شتمنې لویه برخه لوټ کړه او په بنسټیزو پروژو کي مو ډېر لوي خیانتونه وکړل. شل کاله مو د یو بل په تخریب کې تیر کړل. ما افغان نیستیم او زه افغان یم، فدرالي حکومت غواړو، فارسي پښتو، مجاهد او غربې او په نورو نومونو مو دا زرین فرصت له لاسه ورکړ. خو اوس وپوهېدو چي دا جکړه نه پښتون پرې ږدي نه اوزبک، نه هزاره ګوري او نه تاجیک. موږ یو د بل په تخریب او ماتولو کي خپل ټول وس وکړ که مو دومره کارونه د ملک د جوړولو له پاره کړي وای اوس به مو ملک له دی بد مرغیو خلاص وو. اتحاد او اتفاق ولس تر ټولو لوي قوت دي او د ولسونو زور ته هیڅوک د ټینګي نه دي. له هلمنده د سولي د اولسي حرکت پیل، په فرض روژه کي تر کابله د هغوي پلي راتګ او بیا په کابل کي د مختلفو اورګانونو مخ ته د هغوي له خوا د اعتراض خیمي وهل او بیا د هیواد ګوټ ګوټ ته د هغوي سفرونه زموږ د خلکو له پاره د سولې او په جګړه کي په ښکلیو خواوو د فشار اچولو ډیر ښه فرصت وو. خو ددي کسانو شمیر هیڅکله تر سلو ډیر نشو، حتي ځینو کسانو خو ددوي په دي مدني حرکت پوري خندل هم. ایا په دي ۳۵ میلیونه نفوس کي یوازي همدا سل تنه سوله غواړي؟ ایا دا کسان چي نن يي فیسبوکونه په نارو سورو اسویلیو او ساندو ډک کړي دي سوله نه غواړي؟ زه سل په سلو کي ډاډه يم چي ددي ولس ۹۸ سلنه خلک سوله غواړي. خو دا چي ولي نه را پورته کیږي، ولي د سولي له ولسي حرکت سره مل نه شول هغه سوالونه دي چي باید له دي ویده ملت څخه وپوښتل شي. د فیسبوک په پاڼه د وینو او اوښکو په پوست کولو سره سوله نه راځي. دا چي ته وايي زما يي په څه نو چي سبا ستا کور په ځانمرګي او یا هم ړندو بمباریو کي وران شي نو سبا زه هم وایم چي زما يي په څه. دا چي ته زما د غم د مخنیوي له پاره خپل دفتر نه شي تړلي، خپل دوکانداري او تجارت نه شي پریښودلي، حتي د خپلي رادیو او تلویزیون په پرده په همدي ورځ د سندري اواز نه شي کرارولاي نو زه به بیا ستا په مرګ ولي خواشینی شم؟ د چا په مړي پوري خندل همدي ته وایی چي ته بیغمه ناست او وايي چي چاودنه خو له موږ څخه لیري وه نور یي موږ څه کوو نو سبا چي څوک ستا د مړي سپکاوي کوي زما په نظر خو دا دهغه سړي حق دي.
دا چاودنې او بمبارئ به همداسي جارې وې، موږ به همداسي د قصابئ د غوایانو په شان قرباني کیږو، زموږ ماشومانو به همداسي په وینو کي لامبي اوزموږ تور سري به همداسي لوڅي پښي منډي وهي . دا غمیزه به تر هغه روانه وي تر څو چي ما او تا راویښ نشو. تر څو چي د خپل ورور غم خپل غم ونه ګڼو. تر څو مو دا فکر له سره ونه باسو چي انسان وژونه جنت ته د تګ یوازیني لارده. منظور پښتین څنګه خلک را ټول کړل، څنګه يي منظم کړل، څنګه يي د یو لوي فوځ په وړاندي ودرول، هغه فوځ چي حتي نوم یي په بده اخستل کفر ګڼل کیده. د منظور په هر جلسه کي په سل ګونو زره کسان وي خو زموږ د سولي ولسي حرکت تر سلو نه اوړي. ولي نه اوړي ځکه ملت د سولي پخه اراده نه لري که څه هم په سوله پسي له تندي مرې. د الله اکبر غږ هم باید له دي سل واري په لوړ اواز اوچت شوي واي په هغه شپه هم په ملیونو خلکو منافقت وکړ په کور کښېناستل او الله اکبر ویل هم ورته ټوکي ښکارېدلي که ستا عمل همداسې وي نو حالت دي له دي نه هم بد تر در واخله.
ټول ولس پوهیږی چی کله حامد کرزی په قدرت رسیدلی نو دولت او قدرت او دالرو خورجینی یواځی د یوه قوم او یو ګوند لپاره وو مګر همدا امریکا د دولت چارواکی نه پریښودل چی دلته یو فابریکه، کارخانه، همدارنګه د دولت د اقتصادی پیاوړتیا لپاره کوټلی ګامونه واخلی
داسی ویل کیږی چی په اسماعیل خان باندی تور چی ولی له ګاونډی هیوادونه برښنا واردوی نو هغه پارلمان ته د پټو دروازو تر شا وویل چی امریکا اجازه نه راکوی چی بندونه جوړ کړم او د پښتنو سیمو ته برښنا ولیږم نو لدی معلومیږی چی امریکا هرڅه دلته د پاکستان په فرمایش کولو ، او له نن څخه پخوا ټول ولس او نړیوال پوهیدل چی مخکینی مجاهدین قدرت رسول او دهغوی په وړاندی طالبان را پیدا کول او بیا د همدی طالبان سقوت او دوی پاکستان ته شړل بیا د امریکا راتګ او بیا بیرته د امریکا د ۳۳ میلیارده ډالرو چی ټرمپ وویل چی موږ پاکستان ته ۳۳ میلیارده ډالر ورکړ مګر څه یی ونکړل مګر نن وینو چی همغه شړل شوی طالبان بیرته د همدی پاکستان او امریکا په ورکړل شوو ډالرو باندی ولسوالی نیسی او ولایتونو د سقوط او محاصری لپاره کار کوی او همدارنګه برتانیه او امریکا د رسانیو له لاری خپلو اتباعو ته اعلان کوی چی افغانستان ژر تر ژره ووځی مګر دا کار امریکا او برتانیی د تیلفون، ایمیل له لاری هم کولی شول مګر عمدآ دا کار کوی تر څو دلته شته پانګوال، کدرونه نورو هیوادو په تیره بیا پاکستان ته وتښتی آن تر دی چی پاکستان ته وایی چی مهاجرو لپاره بیا اوسیدو زمینه برابره کړی مګر پدی هم پوهیږی چی جنګ کی همدا اوس پاکستان جنرال برخه اخیستی مګر بیا هم ملګری ملتونه امنیت شورا پاکستان زاری کوی مګر هیڅ فشار ورباندی نه راوړی لدی ښکاری چی امریکا، برتانیی او پاکستان ټولو لاس یو کړی ترڅو دا ولس بیا ۹۰ کلنو حالت ته ورسوی ځکه همدوی وویل چی کیدای شی افغانستان په سوریه بدل شی