Homeخبرونهاقتصادي خبرونهافغانستان او ازبکستان د درملو سوداګري ۵۰۰ میلیون ډالرو ته لوړوي

افغانستان او ازبکستان د درملو سوداګري ۵۰۰ میلیون ډالرو ته لوړوي

تاند (دوشنبه، د وري/ حمل ۱۷ مه) اوزبکستان او افغانستان هڅه کوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د درملو (فارماسیوټیکل) سوداګري ۵۰۰ میلیون ډالرو ته لوړه کړي.

د تریند خبري اژانس د راپور له مخې، دا موضوع د اوزبکستان د درملو صنعت د پراختیا ادارې په راپور کې یاده شوې ده.

په دې اړه د یادې ادارې رئیس عبدالله عزیزوف کابل ته د سفر په لړ کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ له وزیر نورالدین عزیزي سره خبرې وکړې.

د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره، دواړو لورو ټینګار وکړ چې یو ګډ عملي کاري ټیم جوړ شي.

همداراز وړاندیزونه وشول چې په افغانستان کې له نړیوالو معیارونو (GDP) سره سم په افغانستان کې د درملو د وېش همکاري پراخه شي، او له لویو درملو وېشونکو شرکتونو سره مستقیمې اړیکې پیاوړې شي.

دواړو خواوو د تخنیکي کاري ډلې د جوړېدو، د معلوماتو د تبادلې د زیاتولو او په نژدې راتلونکي کې د دوه‌اړخیزو همکاریو د موافقو د لاسلیک کولو پر اهمیت هم ټینګار وکړ.

له بلې خوا، د ۲۰۲۵ کال په ترڅ کې د اوزبکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري ۱.۶ میلیارده ډالرو ته رسېدلې، چې دا د ۲۰۲۴ کال د ۱.۱ میلیارده ډالرو پرتله ۴۵.۵ سلنه زیاتوالی ښيي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له جنرال باجوه او راحیل شریف سره د ډاکټر اشرف غني د ملاقاتونو اجنډا څه وه؟

زما د ژوند خاطرې لیکوال: عبدالنافع کلیوال همت په ٢٠٠٩ کال کې چې ډاکټر صاحب اشرف غني ولسمشرۍ ته نوماند و، خواخوږي او کمپاین کوونکي یې...