Homeخبرونهاقتصادي خبرونهافغانستان هڅه کوي چې له منځنۍ اسیا سره سوداګري په کال کې...

افغانستان هڅه کوي چې له منځنۍ اسیا سره سوداګري په کال کې ۱۰ میلیارد ډالرو ته ورسوي

تاند (دوشنبه، د وري/ حمل ۱۷ مه) د ډیلي نیوز د راپور له مخې، افغانستان غواړي چې په راتلونکو درې یا څلورو کلونو کې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره خپله سوداګري ۱۰ میلیارده ډالرو ته ورسوي.

د افغانستان د طالبانو د باندنیو چارو وزیر امیرخان متقي وايي چې د ۲۰۲۵ کال په لړ کې د افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ سوداګري شاوخوا ۲.۷ میلیارد ډالرو ته رسېدلې وه، چې دا د تېرو کلونو پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي.

متقي دا هدف پرون (یکشنبه) په کابل کې د «رغنده ډیالوګ» په غونډه کې اعلان کړ، چې پکې د تاجکستان، ترکمنستان، قرغیزستان، اوزبکستان او قزاقستان استازو ګډون کړی و.

په دې غونډه کې سیاسي، اقتصادي او امنیتي موضوعات، د سیمه‌ییزې همکارۍ پراختیا، سوداګري او د ترانزیتي لارو پر پراخولو خبرې وشوې.

متقي وویل چې افغانستان غواړي له خپل «جیو-اقتصادي موقعیت» څخه کار واخلي تر څو منځنۍ اسیا له جنوبي او لوېدیځې اسیا سره ونښلوي.

له مهمو پروژو څخه یوه د ټاپي نللیکه ده (ترکمنستان-افغانستان-پاکستان-هند)، چې د افغانستان د لوېدیځ هرات او ترکمنستان ترمنځ لویه پروژه ده، او تر اوسه یې شاوخوا ۲۵ کیلومتره برخه د افغانستان په خاوره کې بشپړه شوې ده.

د دیلي نیوز پر اساس، د طالبان حکومت هڅه کوي له نړۍ سره سوداګري زیاته کړي، سره له دې چې د نړیوالو بندیزونو له امله د دې هېواد بانکي سکتور له ستونزو سره مخامخ دی، او دې کار پانګه‌وال محتاط کړي دي.

روسیه یوازینی هېواد دی چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی، خو یو شمېر هېوادونه لکه ترکیه، چین، هند او متحده عربي امارات لا هم په افغانستان کې سفارتونه لري.

په وچه کې ایساره منځنۍ اسیا هڅه کوي چې یو ځل بیا د سوداګرۍ مهمه تاریخي لاره شي. د دوی لپاره سمندر ته رسېدا، چې د افغانستان له لارې جنوب ته ځي، ډېر مهم دی، ځکه چې د روسیې له لارې شمالي مسیر د بندیزونو له امله محدود شوی دی.

افغانستان له څو میاشتو راهیسې له خپل ختیځ ګاونډي پاکستان سره په شخړه کې دی او له جدي بشري بحران سره هم مخ دی، خو هڅه کوي بدیلې اقتصادي اړیکې پیدا کړي.

افغانستان له ترکمنستان، اوزبکستان او تاجکستان سره ۲۳۲۹ کیلومتره ګډه پوله لري.

د تاجکستان حکومت مخکې د طالبانو پر حکومت نیوکه کړې وه، ځکه کله ناکله د سرحدي پېښو له امله په تاجکستان کې مرګ ژوبله پېښېږي.

متقي دا هم ومنله چې «ځینې ستونزې لکه د داعش ګواښ، د مخدره موادو قاچاق، او ناقانونه کډوالي زموږ ګډې اندېښنې دي»، خو زیاته یې کړه چې «اوس زموږ د ګډو پولو په اوږدو کې نورې امنیتي ستونزې نشته».

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له جنرال باجوه او راحیل شریف سره د ډاکټر اشرف غني د ملاقاتونو اجنډا څه وه؟

زما د ژوند خاطرې لیکوال: عبدالنافع کلیوال همت په ٢٠٠٩ کال کې چې ډاکټر صاحب اشرف غني ولسمشرۍ ته نوماند و، خواخوږي او کمپاین کوونکي یې...