تاند (دوشنبه د وري – حمل ۱۷مه) افغانستان کې د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايی چې، ۱۴۳۰ راستنو شویو کډوالو ته یې د سرپناه لپاره ځمکې ورکړې دي.
فطرت وایي چې، دا ځمکې په زابل، سمنګان، کندوز او سرپل ولایتونو کې کډوالو ته ورکړل شوې.
د نوموړي په وینا تر دې مهاله۸ زره ۲۶۵ راستنو شویو کورنیو ته د استوکنې لپاره ځمکې ورکړل شوې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې په زابل کې ۲۲۴، په سمنګان کې ۱۵۰، په کندوز کې ۹۳۴ او په سرپل ولایت کې ۱۰۵ کډوالو کورنیو ته ځمکې ورکړل شوې.
سره له دې چې افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو کډوالو لپاره په ځینو ولایتونو کې د اوسېدو ځانګړي پنډغالي او ښارګوټي جوړ شوي، خو تازه راستانه شوي کډوال له بېکارۍ او د سرپناه له نشتوالي شکایت کوي.
دا په داسې حال کې ده چې،د مالوماتو له مخې په تېرو څلورو کلونو کې له درېیو هېوادونو څه باندې ۷ مېلیونه افغانان هېواد ته بېرته راستانه شوي دي.