Home+د اس نه د مخه د ګاډۍ تړل | شاه‌محمود میاخېل

د اس نه د مخه د ګاډۍ تړل | شاه‌محمود میاخېل

د ژوند په ټولو برخو کې تدریجي پرمختګ او تکامل رول لري او هر څه په تدریجي توګه ترسره کیږي. ماشوم په تدریجي توګه پیدا کیږي، خړپوسې کوي، بیا ګرځي او لویږي. منډې وهي او همداسې ښوونځي ته ځي او بیا درسونه تکمیلوي او ستر سړی ترې جوړيږي. له پیداېښت سره سمدستي یو ماشوم نه ستر سړی کیږي او نه ترې د ستر سړي توقع پکار ده.

د زده‌کړو دوره هم له وړوکوالي او وړکتون نه پیلیږي او په تدریجي توګه یو ماشوم خپلو زده‌کړو ته دوام ورکوي. په اوله ورځ د ښوونځي له یو زده‌کوونکې نه د لسان، ماستر یا دوکتورا توقع څوک نه کوي او نه یو دم څوک د دوکتورا سند تر لاسه کولې شي بلکې په تدریجي توګه زده کړې تر سره کیږي.

یو دهقان ځمکه د کښت لپاره تیاروي او بیا هلته غنم یا نور زراعتي توکې کري. د کښت پالنه کوي، او باالاخره بیا د اته نه میاشتونه وروسته غنم لویږي، پخیږي او ریبل کیږي. ټول حبوبات او میوه جات همداسې په تدریجي توګه تر لاسه کیږي.

د یو شاعر او لیکوال لیکنې هم د اولې ورځې نه یا اولنۍ لیکنې او شعرونه سم نه وي او په تدریجي توګه د هرچا شعرونه او لیکنې ښې کیږي. که لیکوالان او شاعران خپلو لومړنیو لیکنو او شعرونو ته بیا نظر واچوي، خامخا به ډیرې زیاتې غلطې او نیمګړتیاوې د متن د محتوا، پیغام، املا او انشا له نظره په خپلو پخوانیو لیکنو کې ولري.  نو ځکه وایي چې د مور د خیټې نه سمدستي څوک عالم او لیکوال نه پیدا کیږي.

په اقتصادي تشبث کې هم، په غیر د لاټرې د ټکت د وتلو نه، یو دم څوک میلونر کیدلې نشي بلکې هر کارو بار او بزنس د ابتدایي حالت نه پیل کیږي او بیا ورو ورو رشد او ترقي کوي.

د یو هیواد پرمختګ او ترقي هم په یو کال او لس کاله کې نه محسوسیږي او نه امکان لري بلکې د یو هیواد ټول سیاسي، اقتصادي او امنیتي موسسات په تدریجي توګه منظم کیږي، رشد کوي او اعتبار پیدا کوي.

ټولنیز عدالت هم په یوه ټولنه کې یو دم رشد نه کوي بلکې د دولتي موسساتو د تقویه کیدو سره، ټولنیز عدالت رامنځته کیږي. د ځنګل د قانون نه انسانان راوځي او د مدني قوانینو تابع کیږي.

ولسواکي هم په یو دم نه رامنځته کیږي بلکې د قانون په موجودیت کې په تدریجي توګه رشد کوي. هغه مشهوره وینا ده چې لومړۍ د ولسواکې لپاره په ولسواکې باوري کسانو شتون مهم دی.

الله تعالی ځمکې او اسمانونه په شپږو ورځو کې پیدا کړیدي. په یوه ورځ یې نه دي پیدا کړي ځکه د دنیا کارونه په تدریجي توګه تر سره کیږي.

په پورته ډول ما د تدریجي پرمختګ او تکامل د یو څو بیلګو یادونه وکړله. د پورته بیلګو نه د دې لیکنې هدف دا دی چې انګلیسي ژبه کې مشهوره متل دی وایي چې ګاډۍ د اس نه مخکې څوک اس نه تړي او که وتړل شي،‌ نو کار نه ورکوي.

له بده مرغه، د افغانستان په نامه، پوه، روښانفکره، سیاسي او مدني مبارزین غواړي چې د افغانستان ګاډۍ د اس نه مخکې وتړي. د منازعاتو حل خپلې مرحلې لري تر څو دومداره سوله رامنځته شي. د ټولو شخړو او مسایلو د حل لپاره په تدریجي توګه  زمینه مساعدیږي.

دا چې ځینې د جنګ نغارې ډنګوې او وایي چې طالبان یوازې زور پیژني او ټول طالبان باید ووژل شي او قدرت ترې په زور باید ونیول شي، که د دغه ځوانانو نه پوښتنې وکړې چې د جنګ لپاره به ستا عقبه، امکانات او او د جنګ نه وروسته د حکومتولې لپاره به عملي تګلاره څه وي؟ ځواب هغه دغه دی. نه یې انګیزه او روایت معلوم دی، نه منل شوې سیاسي رهبري شتون لري، نه د جنګ امکانات او نه د جنګ عقبه معلومه ده.

ځینې وایي که د پاکستان په شمول، هر څوک د دوی سره مرسته وکړي، دوی حاضر دي چې د طالبانو په وړاندې وجنګیږي. هدف د طالبانو سره جنګ او قدرت نیول دي او که هدف په افغانستان کې ثبات راوستل، خلکو ارامي او د نیابتي رقابتونو او جګړو مخنیوې دی؟ که هدف یوازې جنګ او قدرت نیول وي، طالبانو، مجاهدینو، جمهورتیانو، خلقیانو او پرچمیانو همدا کار وکړ، څه ګټه یې افغانستان ته ورسیدله؟ همدغه کسانو خو طالبان د پاکستان ګوډا ګیان معرفي کول خو نن بیا د طالبانو په عوض دوی د پاکستان، ایران او نورو هیوادونو ګوډاګیتوب ته په اډو کې د کرایه لپاره ولاړ دي نو بیا د دوی او طالبانو فرق په څه کې دی؟ دوی هم د طالبانو غوندې مخکې ازمایل شویدي او تقریبا دوه ځله یې قدرت ونیوه خو بیا هم یې د افغانستان د جنګونو او ګډوډې ته زمینه مساعده کړله.

ځینې خو لا یوه ورځ د جنګ په جبهه کې نه ده تیره کړې، د جنګ د زوره خبر نه دي او د پردو د زامنو د وژلو لپاره هسې په مرکو اوسپیسونو کې ډوزې ولې. حتی که هغه کسانو چې په جنګ کې برخه درلوده، که ترې پوښتنه وشي، د تاسي سره خو امکانات، د ولس او نړیوالو مرسته هم وه، نو ولې مو ماتې وخوړه او جنګ مو ونه کړ؟ بیا درته وایي چې امریکا خپل حمایت قطع کړ نو ځکه مو جنګ ونه کړې شو یا زما غوندې کسان درته وایي چې دا سیاسي شکست و نه نظامي؟ د سیاسي شکست سره زه هم موافق یم، خو که اوس درسره نه د امریکا ملاتړ شته، نه سیاسي انسجام لرې، نه درسره ولس ولاړ دی، نه درسره د افغانستان جغرافیه شته، نه د جنګ امکانات لري، نو څنګه جنګ ته دوام ورکولې شې؟

که ورته ووایي چې جنګ د مسایلو د حل لار نه ده او په خاصه توګه هغه جنګ چې یوه خوا هم دومره قوت ونه لري چې مقابل لورۍ محوه کړي، نو بیا یوازنې لار د خبرو ده، یعنې کله چې جګړه یا جنګ د Stalemate  حالت ته چې یوه خوا هم ګټونکې نه وي، ورسیږي،  بیا د خبرو لپاره زمنیه مساعدیږي. دا جنګې ډوزماران بیا درته وایي چې جمهوریت ولې د طالبانو په وړاندې جنګ کاوه؟ اول خو جمهوریت د طالبانو په وړاندې جنګ نه کاوه بلکې طالبانو د جمهوریت په وړاندې جنګ کاوه. جمهوریت یو نظام و. د افغانستان د ملي منافعو او تمامیت ارضي نه د دفاع حق درلود. طالبان یوه جنګي ډله وه چې مرکزونه یې په پېښور او کویټه کې و. بیا درته وایي چې تاسي طالبان نه پیژنې. طالبان هر څوک ډیر ښه پیژني چې د اسلام نه یې تعبیر غلط دی، اساسي قانون یا لویه جرګه نه مني، د تعلیم مخالف دي او همدا علت دی چې تر اوسه ملي او نړیوال مشروعیت یې په تیرو پنځو کلونو کې حاصل نه کړې شو.

خبره د طالبانو د پیژندلو او نه پیژندلو نه ده بلکې خبره دا ده دوی خپله ټولنه نه پیژني. همدې تنکي ماشومانو یا ژڼو، د جمهوریت مشرانو ته غلطې مشورې ورکولې، سین یې ورته ښوروا او غرونه یې ورته غوښې کول چې جمهوریت یې ناکام کړ.

اصلي مسله دا ده چې افغانستان بیا د نیابتي جګړو مرکز نشي، طالب او ټول افغانان په افغانستان کې د قانون په چوکاټ کې څنګه سره ژوند وکړي؟ که دا حالت رامنځته نشي، نه طالبان دوام کولې شي او نه په افغانستان کې ثبات رامنځته کیدلې شي بلکې یوه بله افراطي ډله به رامنځته کیږي.

د تیر تاریخ، تجربو او نیمګړتیاو نه باید ټول افغانان د طالبانو په شمول عبرت واخلي چې د نفې او انحصار د قدرت سیاست دوام کولې نشي او نه م زر ما ټوله زما کیدلې شي. که لویه جرګه یا ټاکنې تر سره شي او خلک طالبان وغواړي، که څوک په ولسواکۍ باور لري، نو بیا باید د طالبانو حکومت په رسمیت وپیژني ځکه ولس به همدا حالت غواړي. تر څو چې ولس یو نظام او حکومت تاید نه کړي، تر هغې پورې ټولې جنګي او سیاسي ډلې او حاکم نظام ولسي مشروعیت نه لري. د غیر مشروع حاکمیت او غیر مشروع جنګي ډلو تر منځ جنګ د افغانستان په ګټه نه دی.

دویمه مسله دا وه چې طالبانو که په هر دلیل پخوا جنګ کاوه، افغانان و. جنګ کې، دواړو خواته تلفات رسیدل. جمهوریت د طالبانو سره ځکه د سولې خبرې پیل کړلې چې جنګ ختم شي. د جنګ په دوام کې په افغانستان کې ثبات، پرمختګ او هم د ګاونډیانو او نړیوالو د مداخلو نه افغانستان خلاصیدلې نشو. که تلفات د هرې خوانه و، د کونډو او یتمانو بوج او فشار په خلکو او حکومتونو و.

پدیتوګه، د خلقیانو، مجاهدینو، طالبانو او جمهوریت د ټولو دورو کونډې او یتیمان د افغانانو په کورنیو او حکومتونو بوج و او دی. ته یو یتم یا کونډې ته نشې ویلې چې ته په کوم نظام او سیستم کې یتم او کونډه شوې یې؟ په هر نظام کې چې کونډه او یتمان پاتې شویدي،  باید پالینه یې وشي. په جمهوریت کې د تیرو ټولو رژیمونو کونډو او یتمانو ته تر یوه حده رسیدګي کیدله.

په دې دلایلو، جنګ د مسایلو د لارې حل نه دی. تر څو چې جنګ وي، د سیمې هیوادونه او د نړۍ نور هیوادونه به د افغانستان په مسایلو کې مداخله کوي او افغانستان به وروسته پاتې هیواد وي.

دا چې د سولې خبرې کامیابې نشولې، هغه جدا بحث دی. د جمهوریت مهم مشران که په حکومت کې و او که د حکومت نه بهر، د سولې په خبرو کې برخه درلوده. په مسکو، قطر او نورو هیوادونو کې د طالبانو سره د خبرو لپاره په کنفرانسونو کې برخه اخستله. هغوي چې نن ځآنونو ته د طالبانو مخالفین وایي او جنګ د مسایلو د حل لار ګڼي، نو بیا ولې دوی د طالبانو سره په خبرو کې برخه درلوده او یا د طالبانو سره یې تماسونه درلودل.

د خلق دیموکراتیک حکومت په وخت کې هم د مجاهدینو سره د سولې خبرې روانې وې ځکه چې مجاهدین هم افغانان و او د افغانانو سره خبرې کومه مسله نه وه. دا چې هغه خبرې هم کامیابې نشولې، بیلابیل دلایل یې درلودل چې تاریخ ثبت کړیدي.

ولې د طالبانو حاکمیت مشروعیت پیدا کولې نشي، او د طالبانو د مخالفینو مدني، سیاسي او جنګي هلې ځلې نتیجه نه ورکوي ځکه چې دواړه خواو خپل اسونه د ګاډۍ نه د مخه تړلي دي او د ګادۍ مخې ته د اسونو تړل کار نه ورکوي.

افغانان په عموم کې اول باید په خپلو فکرونو کې مثبت تغیر راولي چې د دوی هدف څه دی؟ ایا د تیر تاریخ، نیمګړتیاو او ناکامیو نه ټولو عبرت اخستلې دی که نه؟

که هدف په افغانستان کې ثبات، د خلکو ارامي او یو قانوني نظام رامنځته کیدل وي چې ټول افغانان د قانون په چوکاټ کې د جنګ او جګړې نه په غیر، په ګډه سره ژوند، کار او سیاست وکړي، بیا خبره اسانه ده چې د حل لارې چارې ولټول شي. که هدف یوازې د طالبانو غوندې په جبر او زور د قدرت ساتل او د هغه مخالفینو چې په جنګ باور لري، یوازې هدف د قدرت نیول وي، دواړه حالته نتیجه نه ورکوي. پایله به د افغانستان او افغانانو لپاره او هم د دوی دواړو خواو لپاره ناکامي وي.

فکر کوم چې د افغانستان اکثریت ولس د جنګ مخالف دی. نه طالبان ټول ملت نفې کولې شي او نه مخالفین طالبان نفې کولې شي.  که خبره د ظلم او عدالت شي، بیا د ځینو مخالفینو لاسونه په ظلم، فساد، د پردو په غلامې، او غلاو کې د بل هرچا نه زیات تور دي.

اصلی خبره دا ده چې په خیالي شعارونو لکه طالبان چې وایي دنیا یې ماته کړې او د الله په زور یې قدرت نیولې، او یا مخالفین او د پخواینو جهادي، خلقي او د جمهوریت د رژیمونو بقایا چې په کراتو ازمایل شوي، د افغانستان لپاره د خدمت مصدر نشي ګرځیدلې اونه دوی په افغانستان کې ثبات رامنځته کولې شي تر څو د نظام د مشروعیت لپاره د ولس په خوښه زمینه مساعده نشي. د ملي مشروعیت سره، نړیوال مشروعیت پخپله رامنځته کیږي او افغانستان د انزوا د حالت نه وځي.

پدیتوګه ټولې خواو چې خپل اسونه د ګاډیو نه مخکې تړلي دي، هغه باید ایله کړي او هغه د خپلو ګاډیو مخې ته وتړي،‌ تر څو په افغانستان کې ثبات رامنځته شي او افغانستان بیا د نیابتي جګړو او رقابتونو مرکز نشي‌. په اوسنې شرایطو، که افغانان په داخل او بهر کې د خپل هیواد او خلکو خپل غم پخپله ونخوري، نو نه ګاونډیان د افغانستان لپاره ښه نیت لري او نه دنیا د افغانستان لپاره وزګاره ده چې د افغانستان په مسایلو کې سیاسي، اقتصادي او یا پوځې پانګونه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له جنرال باجوه او راحیل شریف سره د ډاکټر اشرف غني د ملاقاتونو اجنډا څه وه؟

زما د ژوند خاطرې لیکوال: عبدالنافع کلیوال همت په ٢٠٠٩ کال کې چې ډاکټر صاحب اشرف غني ولسمشرۍ ته نوماند و، خواخوږي او کمپاین کوونکي یې...