Homeخبرونهد وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله د مړو شمېر ۱۱۳ ته...

د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله د مړو شمېر ۱۱۳ ته ورسېد

تاند (دوشنبه د وري – حمل ۱۷مه) افغانستان کې د طالبانو له طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې ویلي چې، د طبیعي پیښو د قربانیانو شمېر ۱۱۰ کسانو او د ژوبلو شمېر ۱۶۰ ته رسیدلی.

یاده اداره زیاتوي چې، په دغو سېلونو کې ۷ تنه نور لادرکه دي.

د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ادارې ویاند محمد یوسف حماد زیاته کړې چې، د روانو ورښتونو له امله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کابل، کاپیسا، پکتیا، پکتیکا، میدان وردګ، زابل، هرات، غور، بادغیس، سرپل، فاریاب، بغلان، تخار، ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ولایتونو کې ۱۱ تنه مړه شوي دی.

د سرچینې په وینا تازه نن درې مېرمنو په خوست کې د دیوال نړېدو په پېښه کې ژوند له لاسه ورکړی دی.

د مالوماتو له مخې په هېواد کې د درنو بارانونو او سېلابونو له امله په بشپړه توګه ۹۵۸ استوګنیز کورونه وېجاړ شوي او ۴۱۵۹ نور کورونه زیانمن شوي دی.

د یادې ادارې په وینا، سېلابونو ۳۵۶ کیلومتره سړکونه او نږدې ۱۵ زره هکتاره کرنیزه ځمکه هم زیانمنه کړې او ۲۹۲۰ ونې له منځه تللې او شاوخوا ۸۰۰۰ کورنۍ یې اغیزمنې کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له جنرال باجوه او راحیل شریف سره د ډاکټر اشرف غني د ملاقاتونو اجنډا څه وه؟

زما د ژوند خاطرې لیکوال: عبدالنافع کلیوال همت په ٢٠٠٩ کال کې چې ډاکټر صاحب اشرف غني ولسمشرۍ ته نوماند و، خواخوږي او کمپاین کوونکي یې...