Homeخبرونهسپوږمۍ ته تللي ستور مزلي د  سپوږمۍ د جاذبې ساحې ته ورسېدل

سپوږمۍ ته تللي ستور مزلي د  سپوږمۍ د جاذبې ساحې ته ورسېدل

تاند (دوشنبه د وري – حمل ۱۷مه) د ناسا د ارتېمیز۲ ماموریت څلور ستورمزلي د دوشنبې په سهار د سپوږمۍ د جاذبې ساحې ته ورننوتل.

 د مالوماتو له مخې هغوی به ډیر ژر د سپوږمۍ لرې ساحې ته ولاړ شي او د تاریخ تر ټولو لرې تللي انسانان به شي.

په دغو ستورمزلو کې ریډ ویسمن، ویکتور ګلوور، کریسټینا کوچ او کاناډایي جیرمي هنسن شامل دي.

دوی خپل دغه ماموریت تېره اونۍ د امریکا له فلوریډا ایالت څخه پیل کړی دی.

د رسنیو د راپورونو له مخې دغه ستور مزلي به د دوشنبې په ورځ د شپږمې ورځې لپاره تر ماښام پورې د ماموریت تر ټولو لرې فاصلې ته ورسیږي، چې شاوخوا ۲۵۲,۷۵۷ ميله لرې ده.

د سپوږمۍ د جاذبې په سیمه کې د سپوږمۍ ځواک د کپسول پر حرکت محسوسېږي.

د سپوږمۍ جاذبه د ځمکې د جاذبې شاوخوا ۱/۶ برخه ده چې، په دې سیمه کې د سپوږمۍ کشش ستورمزلو او کپسول ته اجازه ورکوي چې په نیمه وزن حرکت وکړي.

دا ځانګړې جاذبه ستورمزلو ته د سپوږمۍ شاوخوا حرکت او د تیاره اړخ د څیړلو زمینه برابروي.

د مالوماتو پر اساس دا سفر شاوخوا شپږ ساعته دوام کوي او ستورمزلي به د اوریون کړکۍ له لارې د سپوږمۍ ځانګړې، یا ټاکلې برخې انځورونه واخلي.

دغه ستورمزلي به د سپوږمۍ په شاوخوا کې۱۰ورځنی سفر بشپړوي.

په ستراتیژیکه کچه، آرتمیس ۲ د امریکا او چین ترمنځ د نوې فضايي سیالۍ یوه برخه ده، ځکه دواړه هېوادونه غواړي په سپوږمۍ او له هغې هاخوا خپل اوږدمهاله حضور ټینګ کړي.

د دې ماموریت بریالیتوب کولی شي د ناسا پر نوو بنسټیزو سیستمونو باور زیات کړي او د راتلونکو انسان‌لېږدوونکو ماموریتونو لپاره لاره هواره کړي، چې پکې د سپوږمۍ پر سطحه ښکته کېدل او حتی تر مریخه راتلونکي سفرونه شامل دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له جنرال باجوه او راحیل شریف سره د ډاکټر اشرف غني د ملاقاتونو اجنډا څه وه؟

زما د ژوند خاطرې لیکوال: عبدالنافع کلیوال همت په ٢٠٠٩ کال کې چې ډاکټر صاحب اشرف غني ولسمشرۍ ته نوماند و، خواخوږي او کمپاین کوونکي یې...