Homeخبرونهډونالډ ټرمپ: له ایران سره په موافقه کې د هرمز تنګي له...

ډونالډ ټرمپ: له ایران سره په موافقه کې د هرمز تنګي له لارې د تېلو «ازاد جریان» باید شامل وي

تاند (سې شنبه، د وري/ حمل ۱۸ مه) د امریکا د متحدوایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ټینګار وکړ چې هغه ضرب‌الاجل چې ده ټاکلی (د سې‌شنبې تر شپې، د امریکا پر وخت) وروستی دی، او هر ډول تړون باید تر همدې وخته وشي.

هغه څو شېبې مخکې وویل: «موږ تر ټولو غوره پلان لرو، خو زه تاسو ته نه وایم چې زما پلان څه دی. موږ د پلان هره برخه په دقت سنجولې ده، خو رسنیو ته یې نه شم افشا کولی.»

کله چې له ټرمپ څخه وپوښتل شول چې آیا هغه به له دې سره موافق وي چې ایران د هرمز تنګي له لارې د بېړیو له تګ راتګ څخه فیس واخلي، هغه وویل:
«ولې موږ فیس وانخلو؟ موږ د جګړې ګټونکي یوو، موږ جګړه ګټلې ده، ولې موږ فیس وانخلو؟ ځکه چې موږ بریالي یوو. موږ له پوځي اړخه جګړه ګټلې ده.»

هغه دا هم وویل چې که یوازې له حکومت سره تړون وشي، دا ورته کافي دی، او زیاته یې کړه: «له ایران سره تړون زما لپاره بس دی، همدا د منلو وړ دی، د تېلو ازاد جریان باید بېرته پیل شي.»

ټرمپ په پای کې یو ځل بیا خپل ۲۴ ساعته ضرب‌الاجل یاد کړ او ګواښ یې وکړ چې که ایران له امریکا سره موافقه ونه کړي،
«د ایران ټول پلونه به د شپې تر ۱۲ بجو پورې ویجاړ شي، بشپړ تخریب، یوازې په څلورو ساعتونو کې، البته موږ نه غواړو دا کار وکړو.»

هغه د کرج د «بي ۱» پُل د چاودنې په اړه وویل: «موږ تړون ته ډېر نژدې وو چې سټیو ویتکاف او جرد کوشنر راته وویل چې هغوی له تړونه شا ته کېږي، نو ما وویل د هغوی تر ټولو لوی پل وولئ.»

ټرمپ ګواښ وکړ چې که تړون ونه شي، امریکا به ایران داسې سخت وځپي چې «د (د دغه) هېواد بیا رغونه به سل کاله وخت ونیسي.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ارواښاد پالوال اثر «معیاري پښتو» بیا چاپ شو

د تکړه ژبپوه ډاکتر عبدالرزاق پالوال مهم علمي اثر «معیاري پښتو» چاپ شو. معياري پښتو؛ د ډاکټر عبدالرازق پالوال له خورا مهمو او علمي آثارو...