تاند (سې شنبه، د وري/ حمل ۱۸مه) د امریکا دفاع وزیر پیت هګست وویل چې امریکا نن ورځ (دوشنبه) په ایران کې تر ټولو لوی پوځي بریدونه کړي دي.
هغه دا څرګندونې په یوه خبري غونډه کې چې ډونالډ ټرمپ هم حاضر و، وکړه، او زیاته یې کړه: «د دوشنبې په ورځ تر ټولو لوی بریدونه وشول، او سبا به تر دې هم لوی وي.»
هګست وویل: «موږ په ایران کې خپلو دښمنانو ته دا پیغام ورکوو چې د امریکا پوځ هر ځای ته ځي، تر څو خپل یو غړی وژغوري.»
د هغه په وینا، د امریکا کشفي الوتکو «په رڼه ورځ اووه ساعته د ایران پر اسمان الوتنې وکړې، څو لومړی پیلوټ ومومي»، او زیاتوي چې ایراني ځواکونو «هیڅ هم ونه شو کولای.»
هغه همداراز وویل چې د دوهم پیلوټ د موندلو لپاره هم «اووه ساعته» الوتنې ترسره شوې.
هګست ټینګار وکړ چې د دغو عملیاتو له لارې امریکا د ایران پوځ «شرمنده او سپک کړی دی، او باید هم شرمنده وي.»
دا په داسي حال کې ده چې امریکا او اسراییل، چې د نړۍ دوه ستر پوځي قدرتونه دي، پر ایران بمبارۍ کوي خو ایران لا هم نه یوازې مقاومت کوي بلکې د هغوی بریدونو ته د توغندو او بې پېلوټه الوتکو په وسیله ځواب وايي.
د دوشنبې په سهار ایران د تل ابیب په شمول د اسراییل پر ګڼو سیمو توغندويي بریدونه وکړل او اسراییلیانو ته یې مرګ ژوبلې واړولې. له بلې خوا ایران د هرمز تنګی بند کړی او د دې خبر د خپرېدو تر شېبې پورې یې د دې تنګي د خلاصون په اړه د امریکا ګواښونو ته تسلیم شوی نه دی.