تاند- له نن څخه ۷۶ کاله پخوا د ۱۹۴۸ د اپریل په ۷ مه د ملګروملتو د روغتيا نړيوال سازمان (WHO) رسماً تاسیس شو چې د عامې روغتیا د وضعیت د ښه کېدو لپاره د نړیوالو همکارۍ لا زیاته شي.
د روغتيا نړيوال سازمان په کړنلاره کې د دې سازمان اصلي هدف تر ممکنه حده په لوړه کچه له روغتیايي خدماتو بد خلکو برخمن کېدل دي.
د روغتیا د نړیوال سازمان مرکزي دفتر د سويس په جينیوا کې دی. دا موسسه په ټوله نړۍ کې شپږ سيمه یيز او يو سلو پینځوس ساحوي دفترونه لري.
دا سازمان تر ټولو ډیر بېوزلو هیوادونو ته ډیر پام کوي. افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د روغتیا د نړیوال سازمان له مرستو ډیر برخمن شوی دی.
د روغتيا د نړيوال سازمان په دندو کې د نړيوالې روغتيا د پاملرنې ملاتړ، د عامه روغتيايي ګواښونو څارنه، د بېړنيو روغتيايي وضعیتونو په وړاندې د عکس العملونو همغږي کول، او روغتيا او سلامتۍ ته وده ورکول شامل دي.
همدا راز، هيوادونو ته تخنيکي مرستې مهيا کوي، نړيوال روغتيايي معيارونه ټاکي او د نړيوالو روغتيايي چارو په اړه معلومات راټولوي. يوه خپرونه چې د نړيوال روغتيا راپور په نوم پېژندل کيږي، په نړيواله کچه د روغتيا د موضوعاتو ارزونه کوي.
د روغتيا نړيوال سازمان د عامې روغتيا په بریاوو کې مخکښ نقش لرلی دی، د يادونې وړ مهم يې د چیچک ناروغۍ له منځه وړل، نږدې د پوليو/ګوزڼ له منځه وړل او د ايبولا واکسين جوړول دي.
خو ګڼې نورې ناروغۍ لا هم شته چې دا سازمان یې د محوه کولو هڅه کوي. له همدې کبله د روغتیا د نړیوال سازمان په اوسنيو لومړيتوبونو کې ساري ناروغۍ، په ځانګړي ډول ايچ ای وي/ايډز، ايبولا، کوويډ-۱۹، ملریا او نړی رنځ (سل) ناروغۍ شاملې دي. همدا راز غير ساري ناروغۍ لکه د زړه ناروغۍ، سرطان، غوره غذايي رژيم، تغذيه او د خوراک تامين، حرفه يي روغتيا او د توکو ناسم کارول شامل دي.
د روغتيا نړيوال سازمان بوديجه اووه میلیارد ډالره او ۲۰۰ میلیونه ده چې ډېره برخه یې د غړو هيوادونو له خوا د داوطلبانه مرستې له لارې برابريږي. د مرستې اټکل د يوې فارمولې له لارې کيږي چې په هغې کې د يو تن پر سر د نا خالص داخلي توليد هم شامل دی. په سترو مرسته کوونکو کې بې امریکا او جرمني شامل دي. جرمني دولس اعشاريه اتلس سلنه بوديجه ورکوي، د امریکايي میلیاردر بيل او ميلينډا ګيټس بنسټ يوولس اعشاريه پینځه شپېته سلنه او د امرکیا د متحدو ایالتونو حکومت اووه اعشاريه پینځه اتيا سلنه بوديجه برابروي.