جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهپه پلچرحي کې د موټرو نوې اډه جوړېږي

په پلچرحي کې د موټرو نوې اډه جوړېږي

تاند (دوشنبه، د وري/ حمل ۱۸ مه) د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت په همکارۍ، په کابل کې د پلچرخي په سیمه کې د مسافرو د نوي ترمینل د جوړېدو رسمي کار پیل شو.

دا پروژه چې شاوخوا ۱۶۲ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي، ټاکل شوې چې په ۱۸ میاشتو کې بشپړه شي.

دا دوه پوړیزه اډه به، چې پر ۷.۳ جریبه ځمکه جوړېږي، اداري ودانۍ، جومات، د موټرو تمځای، رستورانت او نورې بېلابېلې اسانتیاوې ولري.

د پرانیستې په مراسمو کې د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال وزیر، حافظ صدیق الله عابد، وویل چې وزارت یې دا مهال د ۱۴۰۳ مالي کال لپاره د ۳.۸ میلیارد افغانیو په ارزښت ۵۸ پروژې عملي کوي.

عابد ټینګار وکړ چې حکومت د ترانسپورتي بنسټونو پراختیا ته ژمن دی، او زیاته یې کړه چې په ټول هېواد کې شاوخوا ۲۲ زره جریبه ځمکه ورته ځانګړې شوې ده. نوموړي کورني او بهرني پانګوال وهڅول چې د افغانستان په ترانسپورتي سکتور کې له موجودو فرصتونو ګټه واخلي.

د اقتصاد سرپرست وزیر، قاري دین محمد حنیف، وویل چې د اوسني حکومت د پراختیايي هڅو او د پخواني حکومت تر منځ څرګند توپیر شته.

حنیف له پخواني نظام سره د خپل حکومت د پراختیايي هڅو د توپیر جزییات څرګند نه کړل.

د کور جوړونې او ښار جوړونې سرپرست وزیر، شیخ حمدالله نعماني د اډې د پرانیستنې په مراسمو کې وویل چې «اسلامي امارت اوس خپلې پروژې د خلکو د هوساینې لپاره تنظیم کړي، چې دا کار د ګڼ شمېر روانو پروژو سبب شوی دی.»

د عامې روغتیا سرپرست وزیر، مولوي نور جلال جلالي، وویل چې له اوږدو جګړو وروسته په هېواد کې د پام وړ پرمختګ شوی، او له بهر مېشتو افغانانو یې وغوښتل چې د هېواد په پراختیا کې پانګونه وکړي.

د کابل والي، ملا امین الله عبید، ډاډ ورکړ چې سیمه‌ییزې ادارې به د پروژو د امنیت او منظم تطبیق تضمین وکړي.

د الیاس ویس ساختماني شرکت استازي، انجینر شاهد الله، ژمنه وکړه چې ترمینل به د نړیوالو معیارونو له مخې جوړېږي او پر وخت به بشپړ شي.

تمه ده چې د دغو ترمینلونو جوړېدا به ترانسپورتي اسانتیاوې ډېرې کړي، د ترانسپورت لګښتونه کم کړي، او ګڼو هېوادوالو ته به د کار زمینه برابره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...