جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزیر کابل ته ځي

د ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزیر کابل ته ځي

تاند (دوشنبه، د وري/ حمل ۱۸ مه) په کابل کې د ایران سفارت د یکشنبې په ورځ (د وري/ حمل ۱۷ مه) اعلان وکړ چې د دغه هېواد د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزیر، سید محمد اتابک، به ډېر ژر افغانستان ته سفر وکړي.

په کابل کې د ایران سفیر، علیرضا بیکدلي، دا خبر وروسته له هغې ورکړ چې په تهران کې یې له اتابک سره ولیدل.

کابل ته د ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزیر سفر یوه ورځ وروسته له دې اعلانیږي، چې ایران وویل، په تېرو ۱۱ میاشتو کې یې افغانستان ته د څه باندې ۲ میلیارد ډالرو په ارزښت صادرات کړي او اوس افغانستان د ایران پنځم صادراتي هیواد دی.

ایراني سفارت د اتابک له خولې ویلي چې هغه له افغانستان سره د همکاریو پر ارزښت ټینګار کړی او ژمنه یې کړې چې ډېر ژر به د یوه پلاوي په مشرۍ افغانستان ته سفر وکړي.

ایراني چارواکي هڅه کوي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره خپلې سوداګریزې اړیکې نورې هم پراخې کړي. تر دې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي، هم د یوه جګپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر کړی و.

ایران دا مهال له طالبانو سره د افغانستان د تېر حکومت په پرتله پراخې سوداګریزې اړیکې لري، او د دواړو خواوو ترمنځ د رسمي تجارت ارزښت نژدې څلور میلیارد ډالرو ته رسېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب