تاند (دوشنبه، د وري/ حمل ۱۸ مه) افغان سیاستوال او د پخواني حکومت پر مهال والي عبدالجبار نعیمي د کاناډا، د اونټاریو ایالت په میسساګا ښار کې افغان کډوالو ته د ورپېښو ستونزو د هواري او بشري حقونو د نقض د مخنیوي په موخه جوړې شوې غونډې ته وویل چې په ایران او پاکستان کې افغان کډوال په بدترین وضعیت کې دي.
ښاغلي نعیمي وویل: «په پاکستان کې افغان کډوال له یو بدترین حالت سره مخامخ دي. په رسنیو کې یې په خلاف ناوړه تبلیغات کیږي او د مجرمینو خطاب ورته کیږي. حکومت خپلې ټولې ستونزې او ناکامۍ پر مجبوره او بې وسه افغان کډوالو اچوي، چې دې کار دوی په ټولنیز او رواني لحاظ له سختو شکنجو سره مخامخ کړي دي.»
دا په داسي حال کې ده چې پاکستان د افغان کډوالو، چې دا هیواد یې غیرقانوني بولي، د ایستلو بهیر چټک کړی دی. یوازې په تېرو دوو ورځو کې یې سلګونه کسان له خپلې خاورې ایستلي او سلګونه نور نیولي دي.
ښاغلي نعیمي د افغانستان په بل ګاونډي، ایران کې هم د افغان کډوالو د ستونزو یادونه وکړه، ویې ویل:« په ایران کې هم افغان مهاجرین له ډیر بد چلن سره مخامخ دي. یو شمېر افغانان هلته له دولتي چارواکو سره شریکو مافیایي بانډونو تښتولي، برمته کړي او له کورنیو څخه یې پیسې غواړي. ځيني مهاجرین په میاشتو، میاشتو له خپلو کورنیو څخه ورک دي، مړی او ژوندی یې نه معلومیږي چې افغانستان ته اړول شوي، وژل شوي که بندیان دي. په ایران کې افغان مهاجرین په ډیره بې رحمۍ شکنجه کیږي، په زندانونو کې له هیڅ ډول بشري حقونو څخه برخمن نه دي او هر ډول ظلم او زیاتی ورباندې روا ګڼل کیږي.»
عبدالجبار نعیمي، وویل:«په ډیرې خواشینۍ سره باید ووایم چې نړیواله ټولنه په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو د کډوالو لویه کمیشنري (UNHCR) او IOM د افغان کډوالو د حقونو په خوندي کولو کې پاتې راغلي دي او ملګرو ملتونه باید له خوب څخه بیدار شي او د کډوالو د ستونزو او بشري حقونو ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي.»
ښاغلي نعیمي په عین حال کې وویل: «د افغان کډوالو د ستونزو په حل کې باید په افغانستان کې حاکم لوری هم خپل مسوولیت ادا کړي. له پاکستان او ایران سره د افغان کډوالو ستونزې په جدي ډول مطرح کړي او له بیلا بیلو ډیپلوماتیکو چاینلونو کار واخلي. همداشان دوی باید په بیلا بیلو برخو کې خپلو تګلارو ته تغییر ورکړي، خصوصاً د نجونو د زده کړو په برخه کې چې نور افغانان کډوالۍ ته مجبور نشي.»
نوموړي د بشري حقونو پر بنسټونو غږ وکړ: « یو ځل بیا هم موږ پر ټولو بشردوسته هیوادونو، بشردوسته بنسټونو، یونسیار او بشرپالو، پوهانو، سیاستوالو، فرهنګپالو او د قلم خاوندانو غږ کوو چې پر افغان کډوالو د روان زور، زیاتي، جبر او ظلم مخنیوي کې خپل رول ادا کړي. همداشان په ګاونډیو هیوادونو غږ کوو چې له دې مسالې څخه سیاسي موضوع جوړه نکړي. نور نومونه ورته ورنکړي دا د افغانانو د حقونو او عزت موضوع ده. دغه خلک ټول سوله خوښي خلک دي، که کوم یو څوک په فردي ډول یوه اشتبا کوي، دا په هیڅ صورت دا معنا نلري چې ټول دغسې دي. فردي اشتباهات په ټولو بشري ټولنو کې پېښیږي او د یو فرد اشتباه په ټول ملت باندې تطبیقول هیڅ معقولیت نه لري.»