پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeخبرونهپکتیکاوالو ته د طالبانو خبرداری؛ سر له ننه به کلدارې نه کاروئ

پکتیکاوالو ته د طالبانو خبرداری؛ سر له ننه به کلدارې نه کاروئ

تاند: ( شنبه، د سرطان ۱۷ مه) د پکتیکا لپاره د طالبانو ځایي چارواکو د افغانیو د ترویج په موخه خبرداری ورکړی، چې سر له ننه به د د کلدارې کارونه بنده او ټوله راکړه ورکړه به پر افغانۍ پيلیږي.

د ياد ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ لپاره د طالبانو رييس امین حذيفه ويلي که هر هټيوال له دې وروسته دغه ولايت کې سوداګريزه راکړه ورکړه پر کلدارې وکړي، درې ورځې به يې هټۍ تړل کېږي.

د هغه په وینا، همداراز پرېکړه شوې چې نظامي او حکومتي مامورين بايد خپل معاشونه پر کلدارې بدل نه کړي او سرغړوونکو ته به سزا ورکول کېږي.

د پکتیکا د اطلاعاتو او فرهنګ رييس زياته کړه چې هټيوال ته به نرخ نامه ټاکل کېږي او صرافان اړ دي چې د هټيوالو د اړتيا وړ افغاني بانک نوټونه برابر کړي.

یو شمېر خلکو د طالبانو دغه پریکړه ستایلې، خو غوښتنه یې کړې، چې بازار ته دې په کافي اندازه افغاني بانک نوټونه ورسوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب