پنجشنبه, مې 16, 2024
Home+ولې يوويشت؟ | عبدالودود بشریار

ولې يوويشت؟ | عبدالودود بشریار

كه مو پام شوى وي، کله چې موږ په پښتو كې له لسو نه پورته شمېر كوو او دوه رقمي عدد وايو نو لومړى يويز عدد يادوو او ورپسې لسيز.[1] دا كار تر نهه نوي پورې كوو، خو كله چې شمېر له نهه نوي پورته كېږي او درې رقمي عدد وايو نو بيا دا لار پرېږدو او اول لوى عدد يادوو او ورپسې كوچنى، لكه يوسل و يو، يوزر و يو…

پر همدې لار چې كله له لسو نه تر شلو پورې حساب وايو، نوله (لس) نه وړاندې يو، دوه…ږدو او شمېر ته تر نولسو  پورې دوام وركوو او ورپسې (شل) وايو. خو چې له شلو نه تر دېرشو پورې حساب كوو، نو د شل پر ځاى له ((ويشت)) نه وړاندې يو، دوه….عدد ډېروو اوترنهه ويشت پورې يې(يوويشت، دوه ويشت،…)وايو.

خو له دېرش، څلوېښت، پنځوس، شپېته، اويا، اتيا، نوي وروسته هماغه د يو دېرش…، يو څلويښت…، يوپنځوس…، يوشپېته …، يواويا…، يو اتيا…، يونوي… لار نيسو او تر نهه نوي پورې حساب وايو.

ځينو وګړو ته پوښتنه پيداکيږي، چې ولې له شلو نه تر نهه ويشتو پورې دغه لار نه نيول كيږي او ولې د((ويشت)) پرځاى (يو شل)، (دوه شل)… نه وايو؟

د بې دودۍ داستونزه زياترينه هغو ته پېښيږي چې نوې، نوې يې پښتو زده كړې يا يې زده كوي. مونږ به دلته همدې پوښتنې ته ځواب ولټوو چې ولې  يوويشت،دوه ويشت…وايو او يو شل.. دو شـــل راته  نــــاسم ښکاري؟ نــــــو اړينه ده چې ((-ويشت)) په ځينو ژبو کې وڅېړو.

((-ويشت)) ګړ (مورفيم)یا لنډه ګړنۍ بڼه((- ويش)) په اويستايي ژبه كې د((ويستي)) vîsaiti په بڼه په خپلواک ډول راغلى او د شل مانا وركوي. همدغسې داويى دپښتو په تربرې ژبه (پارسۍ)كې د((بيست)) په بڼه شته دى، چې يوازې له پښتو ويي((ويشت)) سره دوه غږونه/و،ش/  توپير لري، چې داسې غږيز توپيرد پښتو او پارسي وييو ترمنځ په ډېرو كې ليدل كيږي. د ساري په ډول پښتو / و/ او پارسي / ب/ دغږيزتوپير په برخــــه كـــې (( بار-ورى، ورښت- بـارش، بــرادر- ورور، برف- واوره…)) اودپښتو/ ش/او پارسي / س/ د بدلون په برخه كې ((است-شته،…)) ساري ښه لاسوند كيداى شي. ديادونې وړده،چې د/س/ او/ش/غږونو،يو پر بل بدلون اوتوپير په سنسکريت کې هم شته دى. دساري په ډول په سنسکريت کې لس د ((dasa)) او ((dasha)) په بڼو ليکل شوى دى.

همدغسې په سنسکريت كې شلو ته ((vimsati, vinsht, vinshati))[2] ويي کارېدلي. ددې ويي لومړۍ  برخه ((ويم يا وين)) هم ددې لړۍ يوه کړۍ برېښي.

همداراز((- ويشت)) ته نژدې يو څه په پنجابۍكې د((وي)) په بڼه شته چې ښايي له سنسکريت نه ورغلي وي اودشل په مانا كاريږي.

نــــچــــوړ:

دټولوخبرو پايله دا راوځي چې پښتوكې ((- ويشت))  یا لنډه ګړنۍ بڼه یې((- ويش)) هم شلو ته وايي، چې د پارسي (( بيست)) یا لنډې ګړنۍ بڼې (( بيس)) او د اويستايي ژبې له ((ويستي))،د سنسکريت له ((vimsati, vinsht vinshati)) او د پنجابۍ له ((وي)) سره يوآرىcognate  دى او ګډه ريښه لري.

داســــــــې ښـــــكاري چې پــــه منځنـــــۍ پښتوكـــې به ((-ويشت))هم يوخپلواك ويى و او داوسني ((شل)) پرځاى به كارېد، چې د وخت په تېرېدو سره يې ځاى ((شل)) نيولی دی.

دا ويی  اوس په خپلواك ډول نه كاريږي خوريښه يې د (يوويشت، دوه ويشت، درويشت، څلرويشت، پنځه ويشت، شپږ ويشت، اووه ويشت، اته ويشت، نهه ويشت) په تړنګونو(تركيبونو)کې لا هم ژوندۍ ده.

خو ((شل)) پښتو ژبه كې لكه د اروپايي ښكارندې(درځن[3])په شان د ځينو توکو د څومره والي quantity د مېچ (اندزې) واحد دى. لكه څنګه چې اوس د نړۍ په كچه دولسو ته (درځن) وايي، همدغسې به پښتنو شل توکي (شله) ګڼل. اوس هم هغوځايوكې چې پښتانه له ښاري ژوند څخه لېرې دي او ژبه يې سوچه ده (دوه شلې، درې شلې… نولس شلې) دود دي. هيله ده چې نوره څېړنه به يې هم وشي. (پاى)

د لیکنې نېټه: ۲۰۱۲ ز

[1] د سانسکريت ژبې شمېرنه هم د پښتو په شان کيږي. لومړى يې يويز عدد ياديږي او ورپسې لسيز. خو په پارسۍ کې دا کار له لسو نه تر شلو پورې کيږي او له شلونه هاخوا ته تر نهه نوي پورې لومړى لسيز ياديږي او ورپسې يويز لکه (يازده، دوازده،…، بيست ويک، سي ويک….نودويک). ديادونې ده چې په سانسکريت ژبه کې ځينې مهال د(يوکم\يو نه) اصطلاح هم کاريږي، چې دا په پښتو کې هم شته، لکه: يوکم سل، يوکم پنځوس …

[2] سنسکريت کې١٠ ته , dash, dasa dasha، ٢٠ ته vimsati ، ٣٠ ته trimsati ،٤٠ ته catvarimsati، ٥٠ ته pancasat، ٦٠ ته sasti ، ٧٠ ته sapti، ٨٠ ته asiti، ٩٠ ته navati، ١٠٠ ته satam ياsata وايي. شلوته دvimsatiترڅنګvinshat, vinshati, dvidasha هم وايي.www.dictionary.tamilcube.com (اکټوبر٢٠١٢ ز)

[3] درځن د ١٢ يوډول، شيانو ټولگې ته وايي.انګريزۍ د((dozen)) ويی د زړې پرانسۍ له ((douzaine)) نه اخېستی دی. ډوزاين په پرانسۍ کې د دولس شيانو ټولګې ته وايي. پرانسۍ په خپل وار دا ويى  د رومي امپراتورۍ د ژبې (لاتين) له ((دوديسمduodecim)) څخه چې له ((دوه duo + لسdecem )) څخه مركبه ده، پوركړى دى. په پرانسۍ كې د پنځلسو شيانو ټولګې ته(quinzaine)، د شلو شيانو ټولګې ته ((vingtaine))اودسلو شيانو ټولګې ته ((centaine))وايي.(( ايټايمواونلاين-۲۰۱۲ ز))

ويل کېږي چې د درځن تصور د عراق له سومريانو څخه اخېستل شوى دى.((علي عباس جلالپوري))

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب