جمعه, مې 3, 2024
Home+د «دیني عالم» مفهوم غلط دی | هارون سمون

د «دیني عالم» مفهوم غلط دی | هارون سمون

په دین کې دننه مسایل څېړل علم نه دی. د دین اصلي متن قرآن دی، قرآن له انساني علم سره فرق لري، مانا قرآن علم نه دی، د خدای کلام دی، وحیې ده. ملا د دیني متن حافظ دی، ځکه عالم نه دی. په دین کې دننه زده کړې کول علم نه دی. د دین په اړه زده کړې کول علم دی. مثلاً موږ دیني ټولنپوهنه وایو، دا یو علمي مضمون دی. یو بل ساده مثال درکوم، شعر او نثر ادبیات دي، ادبیات علم نه دی، خو د ادبیانو په اړه زده کړې کول علم دی، مانا ادبپوهنه علم دی.
دین د انساني ټولنې دپاره راغلی دی، موږ ګورو چې ملا دین د ټولنې په خیر نه شي تفسیر او تعبیرولی. معاصره نړۍ کې عالم هغه څوک دی، چې ټولنپوهنه، تاریخ، فلسفه، ادبیاتو، سیاست او د بشري علومو نورو څانګو کې ښه ژوره مطالعه ولري او له دین داسې مسایل استخراج کړي، چې د معاصرې ټولنې دپاره ګټور تمام شي. لکه امام ابو حنیفه چې د وخت عالم تېر شوی او دین یې داسې تعبیر او تفسیر کړی، چې د هغه وخت د خلکو په درد وخوري، نوموړي به آن له بې دینانو سره منطقي بحثونه کول؛ خو د امام ابو حنیفه اکثریت فقهي مسایل په معاصره ټولنه کې کاربرد نه لري.
دا چې حنفي فقه ولې په معاصر ژوند کې کاربرد نه لري مثال: قدري کې راځي، که موږک څاه کې ولوېد څلوېښت ډولچې اوبه به راباسې، ترڅو اوبه پاکې شي، چوغکه چې ولوېده، دېرش به راباسې، دغسې بحث موجود دی؛ اوس زه دې مسلې ته اړتیا نه لرم؛ ځکه اول خو پرمختللو ټولنو کې څاګان نشته، اوبه نل لیکو کې کور ته درځي؛ بل احیاناً که موږک څاه کې ولوېږي، د جنراتور په واسطه د اوبو ماهۍ څاه ته ورکوزوم، څو دقیقو کې د څاه اوبوه وچوم، هېڅ اړتیا نه لرم، چې دا زده کړم، چې موږک، کارغه، چوغکه څاه کې ولوېږي، د ډولچو ترتیب او حساب څه ډول دی.
په اوسني وخت کې معاصرو مفقهینو ته اړتیا ده، چې مختلفو څانګو کې ژوره مطالعه ولري او له دین له اوسنۍ زمانې سره مناسب مسایل استخراج کړي. لکه وحیدالدین خان.
څوک چې له معاصرې ټولنې علمي فهم ونلري د فتوا خق نلري، ملا له معاصرې ټولنې علمي معرفت نلري، ځکه د فتوا حق نلري، که یو څوک له معاصرې ټولنې علمي فهم ولري؛  د دین ترڅنګ یې ټولنپوهنه، سیاست، حقوق، فلسفه، ژبپوهنه او ادبیات یې لوستي وي، هغه بیا ملا نه بلکې عالم دی، دغسې شخص که فتوا ورکوي، طبیعي ده، چې فتوا به یې د انساني ژوند د ښېګڼې دپاره وي، نه د مل په څېر د شر او فساد د خپرولو دپاره.
ملا هېڅکله عالم ندی، په افغانستان کې د عالم له نوم سره د عامو خلکو په ذهن کې دیني تصور تداعي کېږي، یانې کله چې د عالم کلمه اورېدل کېږي، دیني عالم د خلکو ذهن ته ورځي. پداسې حال کې چې دیني عالم نشته دی، ځکه چې دین علم ندی، اصلي متن یې د خدای کلام دی. که دین علم وبولو نعوذبالله قرآن انساني کتاب دی.
پاتې شوه، د مفسرینو مسله، تفسیر دین ندی، د تاریخ په مختلفو مقطعو یا پراډایمونو کې د انساناتو رایه او نظر دی، چې له دین یې استخراج کړی دی.
دغه استخراج پخوانی دی، د معاصرې نړۍ په کانټېکسټ کې باید د قرآن له متن نوی استخراج وشي، هغه هم هغه څوک باید استخراج او تفسیر وکړي، چې د دیني مطالعاتو ترڅنګ یې قانونپوهنه، سیاست او ټولنپوهنه کې ژور مطالعات او څېړنې کړې وي. ملا د دیني مسلې د بیانولو حق بېخي نه لري، ځکه ملا د معاصرې دنیا له ژوند ماورا ژوند غواړي. که د ټولې اسلامۍ نړۍ واګې د افغانستان ملایانو ته وسپارل شي ټوله اسلامۍ نړۍ به د تورو تیارو کندې ته ولوېږي.

12 COMMENTS

  1. سلامونه،
    د ورور هارون سمون په تایید؛ که له ملا پوښتنه وشي چې سید جمال الدین افغان څه ډول اسلام غوښته؟ نه پوهیږي .همداسې الخوارزمي رازي ،ابن سینا، ابن خلدون ،محمد بن موسی د پوره دیني زده کړو تر څنګ په مروجه علومو کې لوړو مدارجو او کشفیاتو ته رسیدلي ول. اوسنی عصر خو د اټوم او فضاء او انټرنټ دی!!!
    همدا نژدې دمرحوم بابای ملت م.ظاهرشاه په وخت کې دښاغلو ابلاغ.سیرت.سیلاني. ا.د.ن. په شان لوړ شخصیتونه تیر شويدي.
    -یوه تصحيح پورته لیکنه کې: “ملا د دیني متن حافظ دی”! .فکر کوم (حافظ د قرآن په یادو حفظ کونکی وي.)
    د دیني متونو زده کوونکو ته خو اوس شیخ القرآن اوشیخ الحدیث او مفتي او… نومونه ورکړي دي. الشیخ=عربي کې مسن یا زوړته واي
    نور وروڼه دې هم خپل نظر ورکړي. مڼنه

  2. اول خو الله متعال فرمایی؛ موږ قرآن رالیږلی او موږ یی حافظ یوـ مفهوم د آیت شریف ۰
    بل دا چي امام ابو حنیفه رح تابعی او د امام بخاری او نورو امامانو د حدیث څخه تقریباََ یوه پیړۍ مخکی خیرالقرون ته ژوند درلود او علمی ژوند یی یوه پیړۍ شاوخوا تر محدثینو د بعثت دور ته ورنژدی دی ، بی ځایه ګمراه کوونکی مثالونه او شک ایجادول او د اوسنی دور له علماوو سره یی مقایسه په ځای نه ښکاری ، هغه هم چي صِرف اسلام و ساینس کی یی څو کرښې لیکلی وی ۰
    زما معزز ورور داکټر صاحب حمیدالله ـ زه فکر کوم چي سمون صاحب دپاکستانی حقانیه مدرسی او افغانی طالبانو د ملاډیزل او نسواری طالبانو د ټکولو لپاره دا بحث مطرح کړی وی ؛خو اصلا حقانیه مدرسه او علما یی د اسلامی امت له معتبرو مدارسو شمیرل شوی نده ، او علما یی هم
    معتبر او درانه شخصیات ندی ، دا د هغو مدارسو مجموعه ده چي پنجابی استخباراتو ، اسلامی حیثيت او اعتبار تری لوټ کړی ځکه په ملت او امت کی تجرید شوی او په رسمیت یی نه پیژنی او پنجابی لادینه جنرالان د اجنبیانو د نقشو سره سم دا مدارس او علما یی لوبوی او دا یو تور داغ دی د اسلامی امت پر ټنډه ۰

  3. سمونه
    الشیخ=عربي کې مسن یا زوړته واي.
    په فتحه/زور عالم ته وايی او په کسره/زير سره زوړ ته وايی.
    لکه شيخ فاني = بوډا
    همداسې يې نورې خبر درواخله.

  4. زه هېښ دېته يم چې ولې دا ځينې وروڼه له فقهې سره حساسيت لري؟
    سمه ده چې ځينې مسايل له سره تدوين او د اوسني وخت سره تيار شي. ځکه چې اوس د ژوند په سطحه کې ډېر بدلون راغلی او د وخت له غوښتنو سره بايد له سره تدوين شي. البته دا د دې مانا نه لري چې فقه چورلټ له يوې څلمې بې ارزښتنه او بې اعتباره وبلل شي.
    د بېلګې په توګه :
    د ورور هارون سمون په تایید؛ که له ملا پوښتنه وشي چې سید جمال الدین افغان څه ډول اسلام غوښته؟ نه پوهیږي .همداسې الخوارزمي رازي ،ابن سینا، ابن خلدون ،محمد بن موسی د پوره دیني زده کړو تر څنګ په مروجه علومو کې لوړو مدارجو او کشفیاتو ته رسیدلي ول. اوسنی عصر خو د اټوم او فضاء او انټرنټ دی!!!
    دېته ورته پوښتنې په تېر کې هم شوي دي او علماو ځواب کړي دي.
    ګل پاچا الفت
    ډېر تفاوت دی په انسان کې د معنی په لحاظ
    واړه لګيا دي څوک خپل ځان او څوک جهان جوړوي
    اسلامي ارزښتونه هېڅکله د صنعت وپرمختګ مخالف نه دي، بلکې ترغيب وحکم يې هم کوي.
    د دارالعلوم ديوبند له بنسټګر/مؤسس مولانا قاسم صاحب نه چا پوښتنه کړې وه چې ستاسې قرآن کې هر شی موجود دی چې ((ونزّلنا عليک الکتاب تبيانًا لکل شيئ …)) [النحل : ۸۹] قرآن د هر شي لپاره کامل بيان دی. په دې کې دا ساينسي ايجادات دا چېرته دي؟
    د موټر يادونه پکې نه شته؟
    هوايي جهاز پکې نشته؟
    لارۍ پکې چېرته ده؟
    دا برېښنا/برق پکې چېرته ده؟
    دا اتومونه پکې چېرته دي؟
    هغه خو اوچت/ستر عالم وو، نو ورته يې وويل چې الله تعالی په يوه لنډه جمله کې دا ټول شيان ياد کړي دي.
    کومه جمله ده؟
    ايات يې ورته ولوست چې
    ((والخيل والبغال والحمير لترکبوها وزينة ويخلق ما لاتعلمون)) [النحل : ۸[
    الله تعالی ستاسې د سپرلۍ، بار وړلو او هم د ښکلا لپاره اسونه، کچر او خره پيدا کړي دي او په ((ويخلق ما لاتعلمون)) پيدا کوي هغه چې تاسې پرې پوه هم نه ياست. دا په ((ويخلق ما لاتعلمون)) کې ټول ساينسي ايجادات تر ابده/پايه پورې دا راغلل .
    همداسې :
    واعدوا لهم ماستطعتم من قوة …
    وانزلنا الحديد فيه باس شديد ومنافع للناس …..

  5. دغه استخراج پخوانی دی، د معاصرې نړۍ په کانټېکسټ کې باید د قرآن له متن نوی استخراج وشي، هغه هم هغه څوک باید استخراج او تفسیر وکړي، چې د دیني مطالعاتو ترڅنګ یې قانونپوهنه، سیاست او ټولنپوهنه کې ژور مطالعات او څېړنې کړې وي. ملا د دیني مسلې د بیانولو حق بېخي نه لري، ځکه ملا د معاصرې دنیا له ژوند ماورا ژوند غواړي. که د ټولې اسلامۍ نړۍ واګې د افغانستان ملایانو ته وسپارل شي ټوله اسلامۍ نړۍ به د تورو تیارو کندې ته ولوېږي.
    =-=
    ويجعل الرجس علی الذين لايعقلون
    خيرکم من تعلم القرآن وعلمه
    من يرد الله به خيرا يفقهه في الدين
    يؤتی الحکمة من يشاء ….
    که ځينې وروڼه له قرآن ترمينولوژي سره اشنا وي، خو هغوی پوهيږي چې په دې ټولو کې تخصيص نشته، بلکې عموميت دی او دا دين يوازې د ملا نه دی، بلکې نور هم پرې ځان پوه کړي. له دې امله علی او من ورته کارېدلي دي.
    ما خو له انقلاب مخکې مدرسه لوستې. پاکستان ته اواره شوم او هلته مې بيا دارالعلوم ولوست او په څنګ کې مې ورسره د آی آر سي د انګليسي ژبې کورسونه تر ايډوانس ليول پورې تعقيب کړل او ورسره مې په څنګ کې په اتيايمه لسيزه کې د PC او Mac دواړه سيستمونه ولوستل. دا داسې وخت وو چې په ټول افغانستان کې ايله درې څلور تنه پوهېدل او نژدې شل کاله مې هلته مک وکارولو. تر ننه ديني زده کړې هم کوم.
    https://www.youtube.com/watch?v=npxOD0mwwbE

    ملا د دیني مسلې د بیانولو حق بېخي نه لري، ځکه ملا د معاصرې دنیا له ژوند ماورا ژوند غواړي
    دا ډېره د افسوس او حيرانتيا خبره ده چې داسې يو سطحي قضاوت شوی دی. ايا کله مو داسې يو حديث ذهن ته نه دی راغلی او يا مو له پامه تېر شوی نه دی چې ((اطلبوا العلم ولو کان بالصين)).
    دې کې خو جغرافيا هم شامله ده. داسې بريښي چې هغه له اسلامي نړۍ سره په خوا کې نننی چين هم وو او ښکاره ده چې هلته هغه وخت د هاغه مروجه علومو ته اشاره ده.
    ولې قرآن د يوسف (ع) له خولې د مصر د هغه وخت واکمن ته وايی چې ((اجعلني علی خزائن الأرض اني حفيظ عليم))
    قرآن خو حفيظ او عليم کارولي نه نور. هغه خو دا ورته ونه ويل چې زه د يعقوب زوی، د اسحاق لمسی او د ابراهيم کړوسی يم، بلکې دا يې ورته جوته کړه چې [اني] حفيظ – عليم. مفسرين دا وايی چې يوسف (ع) لومړی کس وو چې په قرطاسيه يې ليکل بيل کړل او دولتمداري سيستم يې رامينځته کړ او هر څه به درج کېدل. دا نن چې موږ پخپلو اداراتو د اندراج کتاب لرو او په هغه کې د صادرې او واردې مکتوبونه درج کيږي.
    نن ترې موږ مسلکي اړونده پوهه او ښه مديرت اخلو چې څنګه يې مديريت کړې.
    له بده مرغه موږ لا تر ننه په دې کې نښتي يو او ذهنيت مو لا تر اوسه همداسې منجمد پاتې دی چې يو بل زغملی نه شو او په درنښت ورته قايل نه يو.

    • سلام
      دابحث جدی مثالونه لری خو اوس په لنډه توګه:
      دمحترم سمون دننه او د باندې او اړه ، دانسانی علومو سره فرق لری او نه دی دمعادلې هغه مجهولې برخې جوړوی چې داکس لپاره څه شی نه ورڅخه طرحه کیږی .د البرت این شټا ین فارمول کې هم دننه اوباندې نلری خو قرآن داعجازو ، اخلاقو، معنوی اوبنیادی علومو بنسټ او منبع ګڼل کیږی.
      هدی للناس وبینت من الهدا والفرقان ، دحق او باطل فلسفه او تفکیک، په بدلون باندې باور دعلم الانسان ما لایعلم عامل دشمسی نظام ثبوت ، په سوره الرحمن کې دقضيې اوثبوت وضاحت . دین دیوه اخلاقی دسپلین او اصولو دپوهاوی پر مبنا . مګر علم بل څه ښکر لری!داچې یو طالب ، حافظ یا شیخ څومر پوهه ورڅخه لری او حه کوی دا بیا جلا بجث دی دلته دی چې علم کار نه لری. داکتر همت دګمراهی نزاکت ته سمه اشاره کړی. اهدنالصراط المستقیم. بشپړه طرحه اوڅېړنه ده.

  6. سلامونه
    دروند ورور ډ.همت صاحب مڼنه له وضاحت څخه مو.
    خو زما تشویش د سمون ساب په دې کې و چې : دیني عالمان شته که نه،؟ یا مفهوم ې غلط ده که صحيح؟!دا بیا ټول دین په بر کې نیسي.
    سیید ورور بیا هم د پاکستان له اړخه تبصره کړې ده.
    او له ع.شریفزاد ورور له معلوماتو هم مڼنه.
    درناوی.

  7. هر شی د پاکستان پورې ونه تړل شي.
    يو وخت موږ دا ټوله سيمه اداره کوله، خو نن مو له خپلې ناپوهۍ او سرتنبه ګۍ پخپله خاوره کې نه پريږدي.
    زه په خپله خاوره کې ږږېدلی يم او هلته مې خاپوړې کړي. د دنيا په هر ګوټ کې چې يم زما د روح و روان اړيکه له خپلې خاورې سره ده. نه ترې زه جلا کېدای شم او نه رانه هغه.
    له بده مرغه ځينې وخت ځينې وروڼه خپل اسلامي ارزښتونه د يو څو ساينسي ايجاداتو لپاره له پامه غورځوي. د لويديځې نړۍ د اوسنيو پرمختګونو لپاره چې له دويم نړيوال جنګ راوروسته رامينځته شول ورته بې ارزښته ښکاري.
    حال دا چې تر څو لسيزو وړاندې دوی حمام bath نه پېژندلو او حال دا چې زموږ فقهې حنفي سوونه کلونو وړاندې پخپلو اړونده احکاماتو کې درج کړی او داسې نور.
    که يو چا مدرسه لوستي وي، نو هغه بالکل د انسانيت له چوکاټه بهر دی چې داسې نه ده.
    لکل فن رجال
    تاسې د مراکو (المغرب) د جامعة القرويين تاريچه ولولئ چې په ګرد جهان کې لومړنی پوهنتون دی چې د فاطمې الفهرية په ابتکار جوړ شوی او حال دا چې داسې يو وخت راغی چې نجونو او ښځو ته پکې چا د زده کړو اجازه نه ورکوله.

    https://en.wikipedia.org/wiki/Fatima_al-Fihriya
    ښه به دا وي چې موږ بايد پراخه هر اړخيزه مطالعه ولرو او بيا د خپل انګل له لورې په فقه او نورو علومو او د هغوی په اړوندانو نظر څرګند کړو.
    دا زموږ خپل نه پوهاوی او نيمګړتيا ده چې خپلې ملی – اسلامي ګټې سره تفکيک کولی نه شو. زموږ سياستوالو څه وکړل؟
    له چاپان سره مو يوځای خپلواکي اخېستې هغوی ګوره او موږ ګوره.
    هغوی په هر اړخيز ډګر کې هغه دی ښه وځلېدل، خو موږ لا تر اوسه د ختيځ او لويديځ په ښکېلاک کې ګير پاتې يو او وتی ترې نه شو.
    د ملايانو، سياستوالو او جهاديانو سره ټولو په ګټه يو اقتصاد پوه عالم ولسمشر غني مو ونه شو زغملی. که داسې ستر عالم الله دوی ته ورکړی وای څومره به يې نازولی وای؟

  8. زما ګران ورور سید صاحب او ټول هغه وروڼه چي د افغان او امت د ګټو او عزت لپاره حتی یو ټکۍ لیکی؛ بنا پر بلغوا عنی و لو آیه ـ دا زموږ د ټولو ګډ مسئولیت دی، الله ج مو غښتلی لره ، د اسلامی
    امت د تیر برم او عزت په لور د اخوت او صف مرصوص دِ لاری او د علم ، اخلاق او معاصر ویښتابه په ګاڼه سمبال او جذاب ملت او امت په هیله
    اسلام ندارد بذات خود هیچ عیبی ـ هر عیبی که هست در مسلمانی ماست
    الله مو قوی او غښتلی لره

  9. صبر:
    ان بنی ادم خطاء وخیرالخطائین التوابون
    شکسپیر وایی:
    ددښمن لپاره داور داسې لمبې مه بلوه چې خپله هم پکې وسوزیږې.
    ټول تبصره کوونکی تقریبا سره پیژنی او دا زموږ ګډ سوچ او لید لوری دی. داکتر ساپی له ډیر پخوا دافغان ولس خواخوږی دی

  10. فرانسوی فیلسوف وایی :
    لږه فلسفه انسان دالحاد لور ته بیایی داپه داسې حال کې چې فلسفه کې ژوره مطالعه بیا انسان دین ته راکاږی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب