یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهایران ته د مجاهد ځواب؛ ټول ګډونه حکومت تاسې یا بل هېواد...

ایران ته د مجاهد ځواب؛ ټول ګډونه حکومت تاسې یا بل هېواد پورې اړه نه لري

تاند: ( شنبه، د سرطان ۱۷ مه)  د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان یو ځل بیا په افغانستان کې د ټولو توکمونو په ګډون د یوه ټول شموله حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې ده.

خو د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد یې په غبرګون کې وویل چې د طالبانو واکمني ټول شموله ده او ټینګار یې وکړ چې دا مسله له نورو هېوادونو سره هېڅ تړاو نه لري.

مجاهد وویل: “اصلي مسله دا ده چې هغه هېوادونه چې غواړي له افغانستان سره اړیکي ولري او په هېواد کې له ثبات او ټیکاو سره مرسته وکړي، باید دا هم په پام کې ونیسي چې زموږ د هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي. “په افغانستان کې د نظام جوړول او جوړښت د افغانانو کار دی او له نورو [هیوادونو] سره هیڅ تړاو نه لري.”

هغه زیاته ړه: “موږ له هېوادونو غواړو چې پر هغو مسایلو تمرکز وکړي چې د دواړو هېوادونو اړیکې پیاوړې کوي.”

مجاهد دا  ادعا هم وکړه چې د دوی رژیم له وړاندې ټول شموله دی او ټول اتباع پکې خپل استازي لري.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې د ناپیلو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې د طالبانو د حکومت له جوړښت څخه د تهران ناخوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې دغه دریځ د طالبانو چارواکو هم شریک کړی دی.

هغه په ​​ايران کې د څه د پاسه پنځه ميليونو افغان کډوالو شتون ته په اشارې سره وويل چې دغه هېواد په افغانستان کې د بشري وضعيت د ښه والي او د هغوى د راستنېدو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب