دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهکرزي او د جرمني خارجه وزیرې د بین الافغاني مذاکراتو د پيل...

کرزي او د جرمني خارجه وزیرې د بین الافغاني مذاکراتو د پيل غوښتنه وکړه

تاند: ( شنبه، د سرطان ۱۷ مه)  د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انا بیرباک د ویډیويي خبرو پر مهال، په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر زده کړو او کار کولو د بندیز پر لرې کولو ټینګار وکړ.

کرزي په یوه ټویټ کې لیکلي، چې دواړو لورو په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات د تامین لپاره د یوې مناسبې لارې په توګه د بین الافغاني خبرو پر اهمیت هم خبرې وکړې.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر په دې وروستیو کې د فرانسې، اندونیزیا، لیختنسټاین، منګولیا او جنوبي افریقا د بهرنیو چارو له وزیرانو سره په ګډه اعلامیه کې د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د شته بندیزونو د ژر تر ژره لغوه کېدو غوښتنه کړې ده.

د يادو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو پر طالبانو غږ وکړ، چې ژر تر ژره هغه تګلارې او اقدامات لغوه کړي چې د ښځو د زده کړې او کارموندنې، د حرکت د ازادۍ او په عامه ژوند کې د جدي ګډون حق نه ورکوي.

د يادو شپږو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو له ټولو نورو سازمانونو او هېوادونو څخه هم وغوښتل چې د ملګرو ملتونو د منشور پر بنسټ له خپل نفوذ څخه په استفادې د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو دغه محدوديتونه لغوه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب