تاند (یکشنبه، د وږي/ سنبلې ۲۳ مه) په خیبرپښتونخوا کې د ۲۰ پاکستاني سرتېرو تر وژل کېدو وروسته، د اسلاماباد حکومت پرېکړه کړې چې خپل ځانګړی استازی کابل ته واستوي څو د پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) په تړاو د اندېښنو او د وسله والو مخالفانو په اړه د خبرداري پیغام افغان چارواکو ته ورسوي.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، ټاکل شوې ده د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق، په راتلونکو ورځو کې کابل ته سفر وکړي او د اسلاماباد اندېښنې د طالبانو حکومت ته ورسوي.
په راپورونو کې ویل شوي چې د وروستیو دوو ورځو په ترڅ کې لسګونه پاکستاني عسکر په خیبر پښتونخوا ایالت د ټي ټي پي د جنګیالیو له خوا وژل شوي دي. له همدې امله د اسلاماباد حکومت پرېکړه کړې چې طالبانو ته خپل جدي دریځ څرګند کړي.
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف، په تازه څرګندونو کې خبرداری ورکړی چې له وسله والو ډلو په تره بیا له ټي ټي پي د طالبانو د حکومت دوامداره ملاتړ یا مېلمه پالنه د دواړو هېوادونو په اړیکو کې جدي خنډ دی.
هغه د پاکستان د پوځ له لوی درستیز عاصم منیر سره یو ځای «بنو» ښار ته سفر وکړ، هلته یې د تروریزم ضد بېړنۍ غونډه وکړه او د وژل شویو عسکرو په جنازه کې یې ګډون وکړ.
د پاکستان پوځ ویلي چې د سپتمبر له ۱۰مې تر ۱۳مې پورې په خیبر پښتونخوا ایالت کې د دوو ترهګر ضد عملیاتو پر مهال ۱۲ پاکستاني عسکر او ۳۵ وسلهوال وژل شوي دي.
شهباز شریف ټینګار وکړ چې د پاکستان دولت په کلکه د تروریزم پر ضد مبارزې ته ژمن دی او ویې ویل:
«د پاکستان د ترهګریزو بریدونو طراحان د افغانستان له خاورې او د هند په ملاتړ فعالیت کوي.»
هغه زیاته کړه:
«موږ طالبانو ته په ډاګه ویلي چې باید د اسلاماباد او خوارجو ترمنځ یو انتخاب کړي.»
په افغانستان کې د طالبانو له بیا واک ته رسیدو وروسته پاکستاني طالبان هم تشویق شوي چې د پاکستان پر ضد بریدونه زیات کړي. د ټي ټي پي جنګیالي د ۲۰۲۱ تر اګست مخکې د افغان طالبانو ترڅنګ د افغانستان د هماغه مهال د حکومت او بهرنیو پوځیانو خلاف جنګېدل خو په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته یې مخه د پاکستان پوځ ته اړولې ده.
پاکستان د طالبانو پر حکومت فشار راوړي چې د ټي ټي پي په منځ کې له خپل هغه نفوذ څخه کار واخلي او دا ډله دې ته اړ باسي چې د پاکستان پوځ ته تسلیمه شي، خو ظاهراً د طالبانو حکومت نه دا توان لري او نه یې اراده لري.
TALIBS MUST PUT PAKISTANI AGENT IN DARK ROOM AND PEPPERS WOODS
AND WASTE OF DOGS THAN FIRE THEM FOR BURNNING WITH MORE SMOKE UNTIL DIE
THIS IS KEY OF SOLUTION
THNKS FROM T T P AND B A L